د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تألیف او ترجمې ریاست د علمي اثارو لیکلو د لارښود د بیاکتنې کمیسیونونو عمومي ناسته وشوه.
۱۴۰۰کال، د کب ۲۵مه
د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تألیف او ترجمې ریاست د علمي اثارو لیکلو د لارښود د بیاکتنې کمیسیونونو عمومي ناسته وشوه.
د څېړنې، تألیف او ترجمې ریاست د تألیف امر دوکتور احسان الله احسان د دغې ناستې مشرې پر غاړه درلوده، چې د ناستې په پیل کې یې د علمي اثارو د ځواکمنتیا او ارزښت په اړه خبرې وکړې.
وروسته د علمي کمیسیونونو غړو، د استادانو د علمي اثارو لیکلو مسودې لارښود وڅېړه او له لازمو اصلاحاتو وروسته یې تأیید کړ.
د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تألیف او ترجمې ریاست د علمي کمیسیونونو په باور، که چېرې علمي او څېړنیز اثار له ملي او نړیوالو معیارونو سره سم وي، کولی شي چې د ټولنې اړتیاوو او ستونزو ته ځواب ووایي.