د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب له علي اباد تدریسي روغتون څخه لیدنه وکړه

Akmal_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱/۲۰ - ۱۴:۳۹
U

۱۴۴۳/۹/۷
۱۴۰۱/۱/۲۰
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب له علي اباد تدریسي روغتون څخه لیدنه وکړه. 
د لوړو زده کړو وزارت له مالي او  اداري معین سره د دغې لیدنې پر مهال د لوړو زده کړو وزارت د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو رئیس مدیرجان کوټوال، د علي اباد روغتون رئیس ډاکټر عمادالدین معصوم، د علي اباد د نرسنګ امر ډاکټر حمیدالله محمدي ملتیا کوله. 
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د اعصابو جراحي، یورولوژي، بطني او داخله څانګو څخه د لیدنې پر مهال له ناروغانو سره وکتل، له هغوی څخه یې د خدماتو په اړه پوښتنې وکړې او د الله تعالی له دربار څخه یې ټولو ناروغانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه وکړه. 
دغه راز مولوي حافظ محمد حامد حسیب د علي اباد روغتون له لابراتوار څخه د لیدنې پر مهال، د لابراتوار وسایل وکتل او ډاکټرانو ته یې وویل، چې د وسایلو په برخه کې خپلې اړتیاوې په نښه او ورسره شریکې یې کړي. 
همدارنګه د علي اباد تدریسي روغتون رئیس ډاکټر عمادالدین معصوم وویل، چې موږ د ناروغانو د درملو اړتیا زیاته برخه له روغتون څخه پوره کوو. نوموړي زیاته کړه چې علي اباد تدریسي روغتون د معایناتو او لابراتواري وسایلو له اړخه د پخوا په پرتله ډېر غني شوی او ډاکټران څلور ویشت ساعته د هېواد د ناروغانو په خدمت کې دي.  
د یادولو وړ ده، چې د علي اباد تدریسي روغتون ډاکټران د پخوا په پرتله ښه او صادقانه کار کوي او خپلو خلکو ته غوره خدمتونه وړاندې کوي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS