د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د کابل طبي «ابو علي ابن سینا»، کابل پولي تخنیک او کابل ښوونې او روزنې پوهنتونونو د علمي کادر د ازموینې له جریان څخه لیدنه او څارنه وکړه
۱۶/۹/۱۴۴۳
۲۹/۱/۱۴۰۱
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د کابل طبي «ابو علي ابن سینا»، کابل پولي تخنیک او کابل ښوونې او روزنې پوهنتونونو د علمي کادر د ازموینې له جریان څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د یادو پوهنتونونو د علمي کادر د ازموینې ګډونوالو ته د ازموینې د روڼتیا په اړه ډاډ ورکړ او هغوی ته یې د بریا غوښتنه وکړه.
په کابل طبي «ابو علي ابن سینا» پوهنتون کې د (6) پوهنځیو، په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د (8) پوهنځيو او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د (6) پوهنځيو په مختلفو ډیپارټمنټونو کې د علمي کادر ازموینه واخیستل شوه.
د یادولو وړ ده، چې نن د کابل طبي «ابو علي ابن سینا» پوهنتون د علمي کادر تخصصي، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د انګلیسي ژبې او همدارنګه په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د مرکزي زون د انګلیسي ژبې ازموینه وه.
هېره دې نه وي، چې د تخصصي او پاتې مضمونونو د ازموینو د نېټې په اړه معلومات د اړوندو پوهنتونونو له لوري ورکول کېږي.