د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ د مالي او اداري معینیت رئیسانو سره د انسجام ناسته ترسره شوه.
۱۴۴۳/۱۰/۱۵
۲۶/۰۲/۱۴۰۱
د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ د مالي او اداري معینیت رئیسانو سره د انسجام ناسته ترسره شوه.
یاده ناسته، چې د قرانکریم په مبارکو ایاتونو سره پیل شوه ورپسې د اجنډا مطابق د تېرې ناستې پریکړو ته لنډه کتنه وشوه او د یاد معینیت اړوند ریاستونو د ځینو مهمو موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.
همدا راز د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین خلکو ته د غوره خدمتونو پر وړاندې کولو او په چارو کې د اسانتیاوو پر رامنځ ته کولو ټينګار وکړ او د خدماتو وړاندې کولو په برخه کې یې مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې، ناسته د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.