د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره وکتل.
1443/10/15
1401/2/26
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره وکتل.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بېنټ ته د ښه راغلاست تر څنګ، د افغانستان د لوړو زده کړو د جریان په اړه معلومات ورکړل او ترې ویې غوښتل چې له نیږدې د افغانستان په پوهنتونونو کې د زده کړو جریان وګوري او له هغې وروسته یې په اړه قضاوت وکړي.
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي وغوښتل چې د لوړو زده کړو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
همدارنګه د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې له څېړنو وروسته به خپل راپور د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان ته وړاندې کړي.