د امر باالمعروف وزارت پلاوي د لوړو زده کړو وزارت له رهبرۍ، مسؤلینو او کارکوونکو سره ګډه غونډه ترسره کړه.

د امر باالمعروف وزارت پلاوي د لوړو زده کړو وزارت له رهبرۍ، مسؤلینو او کارکوونکو سره ګډه غونډه ترسره کړه.
یاده غونډه چې د قرانکریم په مبارکو ایاتونو سره پیل شوه، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت د پرانیستې وینا وکړه.
ورپسې د امر باالمعروف وزارت د راغلي پلاوي غړي مولوي راز محمد په هېواد کې د ازادۍ او خپلواکۍ پر اهمیت او د اولسونو په قربانیو خبرې وکړې او له ټولو یې وغوښتل، چې د شهیدانو وینو سره جفا ونه کړي، مغرور نشي او د نظام ټولو اصولو ته ژمن پاتې شي.
دغه راز مولوي فضل الربي د امر باالمعروف وزارت د هيئت غړي د امر باالمعروف وزارت مسؤلیتونه او چارې د قران او حدیث په رڼا کې تشریح کړې او د لوړو زده کړو وزارت له رهبرۍ او کارکوونکو یې مننه وکړه، چې خپل سیرت او صورت یې د اسلامي اصولو سره سم برابر کړی دی.
همدارنګه نوموړي د غونډې له ټولو ګډونوالو د کورنیو او ټولنو د اصلاح په برخه کې د شرعي احکاماتو د عملي کولو غوښتنه وکړه.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحافظ مولوي محمد حامد حسیب د راغلي پلاوي له راتګ مننه وکړه او د دوی د غوښتنو عملي کولو ډاډ یې ورکړ.
دغه راز نوموړي زیاته کړه، " ټول مسلمانان باید یو او بل ته توصیه وکړي او سمې لارې ته یې راوبلي، ځکه چې دا د هر مسلمان مسؤلیت دی."
یاده غونډه د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.