د لوړو زده کړو وزارت د داخلي پلټنې ریاست پلاوي د باختر خصوصي پوهنتون له تحصیلي او مالي برخو څخه څارنه وکړه.

۱۴۴۳/۱۱/۱۹
۱۴۰۱/۳/۲۹
د لوړو زده کړو وزارت د داخلي پلټنې ریاست پلاوي د باختر خصوصي پوهنتون له تحصیلي او مالي برخو څخه څارنه وکړه.
د یادې څارنې د مسؤلانو په وینا، په دغه څارنه کې د باختر خصوصي پوهنتون د ۱۴۰۰کال فعالیتونه وارزول شول او په پام کې ده چې نور خصوصي تحصیلي بنسټونه به هم وارزول شي.
همدرانګه یاد پلاوي د دې پوهنتون درسي ټولګي، لابراتوارونه، کتابتونونه او نورې برخې له نیږدې وکتلې او د کارونو د ښه والي په موخه یې د یاد تحصیلي بنسټ مسؤلانو ته لازمې سپارښتنې وکړې.