د آزادۍ په لومړي (۱۴۴۳ هـ ق) کال کې د لوړو زده کړو وزارت لاسته راوړنې
(درېیمه برخه)
په زده کړه ییز چاپېریال کې د اسلامي او ملي ارزښتونو تأمین او د منکراتو مخنیوی:
د ا.ا.ا له بریاليتوب او د هېواد د بشپړې فتحې سره سم د بېلا بېلو مجلسونو په ترڅ کې او یا هم د لیکلیو طرحو او غوښتنلیکونو له لارې د هېواد علماء کرامو، د پوهنتونونو استاذانو، مخورو، محصلانو، د محصلانو کورنیو او عامو هېوادوالو، په ځانګړي ډول د ښځينه محصلینو کورنیو له لوړو زده کړو وزارت څخه وغوښتل، ترڅو په تحصیلي چاپېریال کې د شته منکراتو د مخنیوي او یو سالم زده کړه ییز چاپېریال رامنځته کولو په موخه لازم اقدامات ترسره کړي. د دې لپاره، چې نوموړې غوښتنې د اسلامي او ملي ارزښتونو د تأمین لپاره اړینې او د ا.ا.ا له پالیسۍ سره برابرې وې، په پایله کې یې د لوړو زده کړو وزارت لخوا د دولتي او خصوصي زده کړه ییزو بنسټونو مسئولینو ته دنده وسپارل شوه، ترڅو خپلو امکاناتو ته په کتوسره د تدریسي چارو د پیل او په زده کړه ییز چاپېریال کې د ښځینه او نارینه محصلانو او اداري کارکوونکو ترمنځ د اختلاط او نورو ورته منکراتو د مخنیوي په موخه خپلې طرحې په لیکلي ډول له وزارت سره شریکې کړي.
د ذکر شویو طرحو له تحلیل او توحید څخه وروسته د وزارت لخوا یوه جامع طرح ترتیب شوه، چې په اساس یې د ۱۴۰۰ هـ ش کال د وږي میاشتې په ۱۵ مه نېټه خصوصي زده کړه ییزو بنسټونو خپلې تدریسي چارې پیل کړې او د ښه تطبیق په موخه یې د وزارت لخوا یو پلاوي ته دنده وسپارل شوه، ترڅو د اړوند موضوعاتو نظارت وکړي او د تطبیق په برخه کې یې له زده کړه ییزو بنسټونو سره لازمه همکاري وکړي.
اوس مهال په ټولو دولتي او خصوصي زده کړه ییزو بنسټونو کې د اختلاط مخنیوی شوی، درسونه د زده کړه ییزو بنسټونو امکاناتو ته په کتو سره جلا جلا تنظیم شوي دي، چې د اړوند تقنیني اسنادو مطابق د درسي نصاب، عملي زده کړو او اړوند چارو په نظر کې نیولو سره په ځینو زده کړه ییزو بنسټونو کې د ښځو او نرانو ټولګي بېل شوي دي، په ځينو کې یې درسي وختونه جلا شوي او په ځينو کې بیا د اونۍ ورځې مشخصې شوې دي.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت لخوا د زده کړه ییز کیفیت د ښه والي او استاذانو، محصلینو او اداري کارکوونکو ته د آسانتیاوو برابرولو په برخه د پام وړ پرمختګونه شوي دي. د خیالي او بې اساسه محصلینو، د زده کړه ییزو اسنادو د جعل او تزویر، اداري بیروکراسۍ او وظیفوي غفلت د مخنیوي په موخه کوټلي قدمونه اخیستل شوي او په دې برخه کې لازم تصمیمونه او تدبیرونه نیول شوي دي.