د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیکو چارو د څارنې او ارزونې ریاست یوه پلاوي د کابل دولتي او خصوصي پوهنتونونو له سمستروارو ازموینو لیدنه او څارنه وکړه.
۱۴۴۴/۱/۹
۱۴۰۱/۵/۱۶
د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیکو چارو د څارنې او ارزونې ریاست یوه پلاوي د کابل دولتي او خصوصي پوهنتونونو له سمستروارو ازموینو لیدنه او څارنه وکړه.
د اکاډمیکو چارو د څارنې او ارزونې ریاست د محصلانو چارو امر مفتي نذیر احمد احمدي په مشرۍ د لوړو زده کړو وزارت یوه پلاوي په پلازمېنه کابل کې د یو شمېر دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو د سمستروارو ازموینو جریان له نږدې وڅاره او د ازموینو د ښه ترسراوي په موخه یې استادانو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د اکاډمیکو چارو د څارنې او ارزونې ریاست پلاوي په ازموینو کې د شفافیت پر رامنځته کولو، د وخت پر مدیریت او د ډېسپلین پر مراعاتولو ټینګار وکړ.