د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې تخصصاتو ریاست ودانۍ د پټۍ په پرېکولو سره پرانیسته.

nasir_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۵ - ۱۱:۳۰
aadasfas

په یاده پرانیستغونډه کې د مهاجرینو سرپرست وزیر، د لوړو زده کړو وزارت مالي  او اداري معین، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د تخصصاتو لوی ریاست رئیس، د تخصصاتو استادانو، فاضلانو، اداري کارکوونکو او د رسنیو استازو ګډون کړی وو.

په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني وویل: «اسلامي حکومت مسؤلیت لري، چې د خپل رعیت ټولې دیني او دنیاوي اړتیاوې پورې کړي او دا کار یوازې د علمي مرکزونو په ځواکمنتیا او معیاري کول سره کېږي.»
 نوموړي زیاته کړه، چې په دغه مرکز کې به د هېواد مختلفو ادارو لپاره تکړه فاضلان وروزل شي. 
همدارنګه د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي خلیل الرحمن حقاني وویل، چې د ښوونځی او مدرسې تر منځ واټن راکمولو یوازینۍ لار د ټولنې فکري اصلاح ده او د دې لپاره یې پر نصاب کار کول یوه جدي اړتیا وبلله. 

وروسته د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د یادې ودانۍ د لګښت او ظرفیت په اړه معلومات وړاندې کړل  او ویې ویل، چې د دغو تعمیرونو په پرانیستلو سره به د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه او تخصصاتو ریاست ټولې اړتیاوې پوره شي.  

د تخصصاتو لوی ریاست رئیس شیخ عبدالمالک نیازي په وینا، د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعه د پنځو تخصصاتو په درلودلو سره ټولې علمي، تدریسي او د غوره چاپېریال اسانتیاوې لري، چې د هېواد لپاره به تکړه او متدین متخصصین وروزي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS