د لوړو زده کړو وزارت د علمي معینیت شورا ناسته د دغه وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ ترسره شوه.
په یاده ناسته کې، د دولتي پوهنتونونو د فوق لېسانس پروګرامونو پر شته وضعیت، د خصوصي تحصیلي بنسټونو د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې او د تحقیق، تألیف او ترجمې ریاست اړوند موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.
همدارنګه د معینیت شورا غړو د ظرفیت لوړونې په پار، فوق لیسانس پروګرامونو ته د استادانو د ورپېژندلو پر څرنګوالي او بهر ته د بورسونو له لارې د استول شویو استادانو پر ستونزو هر اړخېز بحث ترسره او لازمې پرېکړې وکړې.