د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د سينې، زړه او رګونو ناروغيو په انسټېټیوټ کې په لومړي ځل د زړه پرانیستي عمليات په بریالیتوب سره ترسره او د زړه پرانیستي جراحي عملياتو لړۍ رسماً پيل شوه.

د کابل طبي علومو پوهنتون د ناستو په تالار کې په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت او کابل طبي پوهنتون مشرتابه، استادانو او د بېلابېلو ادارو مسؤلینو ګډون کړی و.
په دغو مراسمو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د هېواد دولتي طبي سکټور په کچه په دغه انسټیټیوټ کې د زړه پرانیستي جراحي عملياتو لړۍ پیلېدو له امله خوښي څرګنده کړه او ټولو هېوادوالو ته یې مبارکي وویله.
سرپرست وزیر زیاته کړه:«اوسمهال د هېواد په کچه افغان ولس ته داسې خدمتونه وړاندې کېږي، چې په تېرو څو لسېزو کې نه دي وړاندې شوي، دا د ویاړ ځای دی چې له منفي تبلیغانو سره، سره بیا هم په هېواد کې ولس ته ژمن، با همته او په کار پوه ډاکټران او کادري غړي لرو او دوی خپلو هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې خدمتونه ترسره کوي.»
نوموړي په هغو ډاکټرانو او کادري غړو، چې په بهرنیو هېوادونو کې د مهاجرت شپې سبا کوي، غږ وکړ چې هېواد ته راستانه شي او خپلو افغانانو وروڼو ته خدمت وکړي.
دغه راز الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د سينې، زړه او رګونو ناروغيو انسټیټیوټ له پخواني رئیس ډاکټر عبدالمطلب شینواري، د یاد انسټېټیوټ سرطبیب او استاد پوهنیار ډاکټر احمد فواد وردګ او کاري ټېم څخه یې، چې د زړه عملیاتو په برخه کې یې هڅې کړي، د مننې ترڅنګ په ستاینلیکونو وستایل.
همدارنګه د کابل طبي پوهنتون رئیس ډاکټر فضل الرحمن رحماني، د یاد انسټېټیوټ د جراحي ډيپارټمنټ امر پوهاند دوکتور محمد سلیم توانا او د دغه انسټېټیوټ سرطبیب او استاد پوهنیار ډاکټر احمد فواد وردګ د غونډې نور هغه ویناوال وو، چې د زړه پرانیستو عملیاتو لړۍ د پیلېدو ترڅنګ له مشرتابه څخه د دې لړۍ د دوامداره ساتلو په موخه د پرمختللیو وسایلو، مالي ملاتړ او ماشین الاتو برابرولو غوښتنې وکړې، چې د مشرتابه له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.