ننګرهار پوهنتون کې د ختیځ زون د دولتي پوهنتونونو د اسلامي ثقافت د ۷۹ کادري بستونو د عربي ژبې ازموینه واخیستل شوه.

eshaq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۴ - ۵:۲۴
abch

د ختیځ زون د دولتي پوهنتونونو د اسلامي ثقافت د ۷۹ کادري بستونو د عربي ژبې ازموینې له جریان څخه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه او مالي او داري معین حافظ مولوي محمد حامد حسیب د لیدنه او څارنې تر څنګ، د یادې ازموینې ګډونوالو ته د پوره روڼتیا ډاډ ورکړ او ازموینه یې له نیږدې رهبري کړه. 
همدارنګه د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د ازموینې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه پلاوي د مستقیم نظارت او لارښوونو په رڼا کې یې د عربي څانګې د استادانو او ټاکل شوي ممتحنه هیئت سره په ګډه د ازموينې د روڼتیا او شفافیت په برخه کې تر ممکنه حده هلې ځلې کړي دي. 
د یادولو وړ ده چې په یاده ازموینه کې ۳۷۶ نوماندانو کې ګډونه کړی.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS