د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ننګرهار ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې د ننګرهار پوهنتون له اداري او خدماتي کار کوونکو سره وکتل او د دغه پوهنتون له مرکزي کتابتون څخه یې لیدنه وکړه.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني او ورسره مل پلاوي د ننګرهار پوهنتون له اداري او خدماتي کارکوونکو سره د لیدنې پر مهال د هغوی ستونزې واورېدې او د اصولو او مقرراتو په پام کې نیولو سره یې، مخلصانه خدمت ته راوبلل.
وروسته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ننګرهار پوهنتون مرکزي او د ۱۳ پوهنځيو فرعي کتابتونونو ته ولاړاو کتابتونونه یې له نیږدې وکتل. نوموړي د کتابتونونو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې خپل کتابتونونه د نړیوالو سیسټمونو پر اساس تنظیم کړي.
د یادولو وړ ده چې د ننګرهار پوهنتون په مرکزي کتابتون کې د بېلابېلو برخو (۴۴ زره) کتابونه د محصلینو او استادانو د مطالعې لپاره ايښودل شوي دي.