د لوړو زده‌کړو امارتي بنسټونو د اړتياوو د توحید په موخه د لوړو زده‌کړو وزارت معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او د لوړو زده کړو امارتي بنسټونو ترمنځ آنلاین غونډه ترسره شوه.

eshaq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۰ - ۱۰:۵۷
rtdtfd

یاده غونډه چې د لوړو زده‌کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس انجینر احمد ضیا جبارخیل په مشرۍ جوړه شوې وه، د لوړو زده‌کړو بنسټونو د معلوماتي ټکنالوژۍ مسؤلینو د ويډیو کنفرانس له لارې پکې ګډون کړی و.
د لوړو زده‌کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس په خپلو خبرو کې د نوموړي غونډې دایرولو په اړه وویل چې دا غونډه د د  ١٤٠٢ هـ.ش کال د اړتیاوو د توحید او د لوړو زده‌کړو امارتي بنسټونو د ای ټي سيستمونو په اړه ده چې ځینو تحصیلي بنسټونو د خپلو اړتیاوو لیستونه رالیږلي او ځینې نور پاتې دي.
هغه همداراز وویل چې د لوړو زده‌کړو وزارت اکثریت اړتیاوې د (HEMIS) سيستم له لارې د حل وړ دي چې په دې برخه کې به د لوړو زده‌کړو امارتي بنسټونو د معلوماتي ټکنالوژۍ له مسؤلینو سره ناستې وشي.
وروسته د لوړو زده‌کړو امارتي بنسټونو مسؤلینو په نوبت سره خپلې اړتیاوې، غوښتنې او ستونزې د معلوماتي تکنالوژۍ له رئیس سره شریکې کړې.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS