د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر د غور لوړو زده‌کړو مؤسسې له استادانو سره د ناستې ترڅنګ د یادې مؤسسې له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه

eshaq_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۴:۴۷
vfdfd

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، چې د ا.ا.ا مسؤلین هوډ لري چې لوړې زده‌کړې له نړیوالو معیارونو سره برابرې شي او امارتي مسؤلین د عصري زده‌کړو مخالف نه بلکې غوښتونکي دي.
وروسته د غور لوړو زده‌کړو مؤسسې رئیس پوهندوی عبدالعلي لبیب سرپرست وزیر ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د اړوندې مؤسسې پر لاسته راوړنو او ستونزو خبرې وکړې.
همداراز ټولو استادانو په انفرادي توګه سرپرست وزیر ته ځانونه ور وپېژندل او خپلې ستونزې یي ورسره شريکې کړې.
ورپسې سرپرست وزیر استادانو ته د یادو شویو ستونزو د حل ډاډ ورکړ او په ځینو چارو کې یې ورته سپارښتنې وکړې.
په پای کې سرپرست وزیر د غور ولایت والي مولوي احمد شاه دیندوست په ملتيا د غور لوړو زده‌کړو مؤسسې له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS