د افغانستان د لوړو زده کړو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په لوړو زده کړو وزارت کې د عملي او تطبیقي درسي موادو د پراختیا، د موجوده څانګو د لابراتواري تجهیزاتو او وسایلو د موادو د لیست برابرولو او ترتیبولو کلسټر پیل شو

eshaq_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۱۰:۴۴
uyrtytyht

د یاد کلسټر د پیل په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د دغه کلسټر پر ارزښت او مثبتو اغېزو خبرې وکړې او ویې ویل: «د هېواد په تحصیلي نظام کې د تدریسي موادو د پراختیا کلسټر جوړول بې ساری کار دی او په بشپړېدو سره به یې د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې مثبت بدلونونه راشي.» 
ښاغلي خیرخواه زیاته کړه چې د هېواد د تحصیلي بنسټونو د لابراتوارونو د اکمال او تجهیز په برخه کې کافي بودجه او قوي اراده لري او د لوړو زده کړو وزارت له پلان سره سم به په راتلونکو پنځو کلونو کې ټول پوهنتونونه مجهز لابراتوارونه ولري.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین وويل، چې زموږ پوهنتونونه د اوږد تاریخ په لرلو سره بیا هم له نظري حالت څخه نه دي راوتلي، چې له امله يې له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي. د هغه په وینا زموږ تحصیلي مرکزونه باید له دې حالت څخه راووځي او د ټولنې د اړتیاوو پوره کولو لپاره په عملي او تطبیقي ډګر کې ګامونه پورته کړي.
وروسته د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د یاد کلسټر جوړېدل د هېواد د تحصیلي نظام پیاوړتیا په برخه کې غوره ګام وباله او ویې ویل چې د دغه کلسټر پایلې راتلونکي نسلونو او د هېواد تحصیلي سیسټم لپاره ارزښتناکې دي.
نوموړي د کلسټر ګډونوالو او د اړوندو څانګو استادانو او استازو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی نظرونه او وړاندیزونه د لوړو زده کړو وزارت سره د اعتبار وړ دي او په جدي توګه به ترې کار واخیستل شي.
دغه راز په دې مراسمو کې د تحصيلي نصاب رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي د ياد کلسټر په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې پخوا مو د تحصيلي نصاب په اړه ډېر کارونه کړي، خو دا لومړى ځل دى، چې په عملي او تطبیقي ډول دغه چاره ترسره کیږي. د نوموړي په وینا، د پنځه ورځني کلستر په پای کې به د لابراتوارونو د اړتیاوو لیست چمتو او د خریدارۍ لپاره به مسؤلینو ته وړاندې شي.
د یادو مراسمو په پای کې د تحصیلي نصاب ملي کميسيون غړي پوهندوی داود شاه فاروق د نوموړي کلسټر د کار طریقه تشريح کړه او ویې ويل، چې دا کلسټر په پنځو نورو کلسترونو وېشل شوی چې د طب، فارمسي، وترنري، انجنیري، کرنې، ساینس، کمپیوټر ساینس او د ټولنیزو علومو کلسترونه پکې شامل دي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS