د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شمال زون ته د رسمي سفر په ترڅ کې د سمنګان لوړو زده کړو مؤسسې له استادانو سره د ناستې تر څنګ، د یادې مؤسسې څو بېلابېلې پروژې ګټې اخستنې ته وسپارلې.

په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب استادان وحدت او ورورولۍ ته راوبلل او ویې ویل چې د تحصیلي بنسټونو پرمختګ د استادانو تر منځ په وحدت او علمي همکارۍ پورې تړلی دی.
وروسته د یاد پوهنتون مشرتابه او استادانو سرپرست وزیر ته ښه راغلاست ووایه او د یاد پوهنتون ستونزې او وړاندیزونه یې ورسره شریک کړل.
همدارنګه د سرپرست وزیر له لوري د ستونزو د حل او غوښتنو د پوره کولو ډاډ ورکړل شو او په اړوندو چارو کې یې لازمې سپارښتنې ورته وکړې.
د یادوني وړ ده چې سرپرست وزیر د سمنګان لوړو زده کړو مؤسسې د احاطې دروازه او د څېړنې مرکز پرانيسته هم وکړه.