ټاکل شوې ده په لوړو زده کړو وزارت کې د بدلون او چټکتيا د طرحې پروژه نهایی شي

د لوړو زده کړو وزارت رهبري پلاوي او د نړیوال بانک استازو د یو وېډیويي کنفرانس په ترڅ کې د لوړو زده کړو وزارت د بدلون او چټکتیا طرحې HEAT په نهايي کولو بحث وکړ.
د بدلون او چټکتیا پروژه د لوړو زده کړو د نظام د ځواکمنتیا په موخه، د دې وزارت د استادانو او ښځینه محصلينو د وړتيا لوړاوي، د AfgRen د څېړنیزې او تحصیلي شبکې د ځواکمنولو په موخه د سیمې په کچه د علمي او فرهنګي تجربو د تبادلې له پاره د لوړو زده کړو وزارت د پروګرامونو د پراختيا HEDP او نړیوال بانک له خوا جوړه شوې ده.
په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر، د نړیوال بانک له مرستو څخه د قدردانۍ تر څنګ چې د لوړو زده کړو په برخه کې يې کوي، له دې پروژې څخه هرکلی وکړ او د علمي څېړنو په برخه کې يې د پروګرامونو د زیاتولو او بوديجې د زیاتوالي غوښتنه وکړه.
په مقابل کې يې د نړیوال بانک استازو په افغانستان، بنګله دېش او امریکا متحده ایالاتو کې د یادې پروژې په اړه دوی د کاري فعالیتونو د ګزارش ورکولو چمتووالی وښود.
تر څو د بدلون او چټکتیا د پروژې د پلي کولو لپاره د پلان په نهايي کولو سره به په راتلونکې غونډه کې چې د جنوري په میاشت کې به جوړه شي د لوړو زده کړو وزارت مقام ته وړاندې کړي.
دوکتور عباس د لوړو زده کړو د سکتور لپاره په مشخصو وړاندیزونو د ټولنې له اړتیاوو سره سم د یادې پروژې د تائید تر څنګ د هر ډول مرستو ژمنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري معین نور احمد دروېش د وینا له مخې، د دې پروژه لپاره ۱۸ ميلیونه ډالر بوديجه په پام کې نیول شوې ده او دمګړۍ يې د هېواد لس پوهنتونونه تر پوښښ لاندې دي.