د ملي سمپوزیم جوړولو د کمېټې لومړۍ غونډه جوړه شوه

د ملي سمپوزیم د کمېټې د جوړولو لومړۍ غونډه د (لاسته راوړنو، ننګونو، فرصتونو، له خصوصي سکتور څخه د دولت ملاتړ او د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې د خصوصي سکتور وده) تر سرلیک لاندې جوړه شوه.
د غونډې په پیل کې د محصلينو چارو معین سید فرهاد شهید زاده د یاد سمپوزیم د جوړېدو د اهمیت او څرنګوالي په اړه خبرې وکړې ويې ویل، د دغه سمپوزیم جوړول د تحصیلي بنسټونو د ستونزو په حل، د کاري زمینې په برابرولو، د هېواد په اقتصادي پرمختګ او د غوراوي په برخو کې زیات مهم بلل کېږي.
وروسته د کمېټې غړو د سمپوزیم د بنسټیزو محورونو په اړه بحث وکړ، د سمپوزیم د جوړېدو د ځای او وخت، د کاري کمېټو د جوړولو، مالي لګښتونو او د ولسمشرۍ له مقام سره د هغو د پایلو د شریکولو په اړه يې بحث وکړ.