د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د افغانستان تخنیکي او مسلکي زده کړو له ملي ادارې فعالیتونه وڅېړل

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ عبدالباقي حقاني د افغانستان تخنیکي او مسلکي زده کړو له ملي ادارې سره په ګډه ناسته کې د هغوی پروګرامونه واورېدل او لازمې سپارښتنې یې ورته وکړې.
شیخ عبدالباقي حقاني وویل، چې تحصیلي بنسټونه د هېواد په ودانولو کې مهم رول لري او دا د تحصیلي بنسټونو د استادانو، محصلینو او کارکوونکو په نوښتونو او نه ستړي کېدونکو هلو ځلو پورې تړلي دي.
شیخ حقاني حاضرۍ ته پابندي، له اداري او اخلاقي فساد لېروالی او ټول اسلامي ارزښتونه هغه اوصول وبلل، چې تحصیلي بنسټونه او ادارې یې په مراعاتولو مکلف دي. دغه راز د افغانستان تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې ټولو کارکوونکو ته یې د کار د پیل سپارښتنه وکړه او د ستونزو د حل د ژمنې تر څنګ یې، هغوی ته ډاډ ورکړ چې امتیازونه به یې ورکول کېږي.
همدارنګه د یادې ادارې مسوولینو د دغې ادارې د کارونو او پروګرامونو په اړه د معلوماتو ورکولو تر څنګ، خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.