د پاکستان هېواد UTM پوهنتون ۲۰۲۳ م کال تحصيلي بورسونو خبرتیا !

eshaq_admin
jgg

Due

-

په اسلام آباد کې مېشت افغانستان محترم سفارت د خپل ف-983 د 19/3/1401  شمېرې مکتوب له مخې د پاکستان هېواد مديريت او ټکنالوژۍ پوهنتون ( UTM) د پوهنتون فيس کې ٪۹۰ سلنه تخفيف سره په بېلابېلو څانګو کې د افغان محصلينو لپاره د لېسانس او ماسټرۍ په برخه کې د ۱۰۰ سيټه بورسونو د ورکړې خبر ورکړی.

د بورس شرایط او معیارونه او د اړتیا وړ اسناد:
1-    د پاسپورټ درلودل.
2-    نوماندان باید د اډمیشن(داخلې) UMT/HEC معیارونه پوره کړي، د لا زیاتو معلوماتو لپاره https://oin.umt.edu.pk/international-students.aspx ويب سايټ ته مراجعه وکړي
3-    د تحصيلي اسنادو کاپي ( د لېسانس برخې نوماندانو لپاره شهادت نامه، د ماسټرۍ برخې نوماندانو لپاره ډيپلوم او ټرانسکريپټ) اړین او ضروري دي.
4-    هغه نوماندان چې HEC دولتي تحصيلي بورسونو څخه يو ځل مخکې برخمن شوي وي، په دې بورسونو کې غوښتنه نشي کولای.
5-    نوماندان باید تحصيلي بورس څخه د ګټې اخېستنې لپارد UMT پالېسۍ په اساس لږ تر لږه د ټولېزو نمبرو اوسط( CGPA ) ولري.
6-    د انګليسي ژبې معتبر اسناد درلودل.
7-    ټول لګښتونه لکه: د داخلي فيس، هستوګنځی (ليليه)، ټرانسپورټ، سفر او نور د محصل په غاړه دي.
8-    
په شرایطو برابر کسان، چې غواړي د لېسانس او ماسټرۍ په برخه کې تحصيل ته دوام ورکړي، کولای شي د نوم ليکنې او اړینو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره (https://www.umt.edu.pk) ویب سايټ ته مراجعه وکړي.

د یادولو وړ ده، چې د آنلاین نوم لیکنې بهیر له بشپړولو وروسته، نوماندان باید اړین اسناد (د پاسپورټ کاپي، د افليکیشن فورمه، د تابعیت تذکره، ډیپلوم او ټرانسکريپټ) د اړینو فورمو سره چې د دې خبرتیا سره مل او لاندې موجود دي، ترلاسه کړي او له ډکولو وروسته  د ۱۴۰۲هـ ش کال د اسد میاشتې تر ۵مې نېتې پورې د لوړو زده کړو وزارت پذيرش عمومي دفتر 13 شميرې غرفې ته وسپاري.

د فورمه لینک

https://sss.gd/WwLct

https://sss.gd/Dksbeu

آخرین اطلاعیه ها

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد

 

موضوع : پروژه ترمیم بام تعمیرات بلاک 7-8ریاست تخصصات جامعه دینی امام ابو حنیفه (رح) ننگرهار

بدین وسیله به تأسی ازفقره (2) ماده چهل و سوم قانون تدارکات به اطلاع عموم رسانیده می شود، . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۵:۵۹
Background image

اطلاعیه عام تصمیم اعطای قرارداد

موضوع: اطلاعیه عام تصمیم اعطای قرارداد پروژه تهیه وتدارک وسایل،تجهیزات و مواد لابراتواری بخش ساینسی پوهنځی های (کیمیا،بیولوژی،فزیک و ریاضیات پوهنتون کابل شامل چهار لات،لات اول(کیمیا):

. . .

بازگشت به اطلاعیه ها

آخرین بورسیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۳:۵۳
Background image

اطلاعیه بورسیه تحصیلی پاکستان

کشورپاکستان از اعطای پنج سیت بورس تحصیلی در بخش های طب دندان، فارمسی و جراحی در مقاطع لیسانس برای سال تحصیلی 2024-2025 با شرایط ذیل خبر داده است:

شرایط و اسناد مورد نیاز:

  1. تمام مصارف . . .
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۲۱
Background image

اطلاعیه بورسیه تحصیلی سمستر خزانی سال 2023 پوهنتون (Bahria University) کشور پاکستان

سفارت محترم افغانستان مقیم اسلام آباد طی نامه شماره ف- 984  مورخ 19/ 3/ 1401 خویش از اعطای بورسیه تحصیلی پوهنتون (BU) کشور پاکستان با معافیت پرداخت هزینه در خواست پذیرش برای محصلان . . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۱ - ۷:۱۵
Background image

اطلاعیه بورسیه تحصیلی سال 2023 پوهنتون UTMکشور پاکستان

سفارت محترم افغانستان مقیم اسلام آباد طی نامه شماره ف- 983 مورخ 19/ 3/ 1401 خویش از اعطای 100 سیت بورسیه تحصیلی پوهنتون مدیریت و تکنالوژی ( UTM) کشور پاکستان با 90 فیصد تخفیف در فیس . . .