د لوړو زده کړو وزارت اړوند عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې د افتاء او قضاء دویمې دورې څخه ۱۲۶ فاضلان فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول.
په یاده فراغتغونډه کې د ا.ا.ا د کابینې غړو، د لوړو زده کړو وزارت او عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې مشرتابه پلاوي، شیوخ کرامو، د فارغو فاضلانو د کورنیو غړو ګډون کړی و.
په پیل کې د ریاست الوزراء د دفتر لوی ریاست مرستیال قاري عبدالستار سعید د رئیس الوزرا قدرمن ملا محمد حسن آخند د مبارکۍ پیغام ولوست.
وروسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي فارغو شویو فاضلانو ته په خطاب کې وویل، چې تاسو اوس د خدمت پړاو ته شامل شوئ او ټولنه ستاسو خدمت ته سترګې په لاره ده.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په دیني او عصري علومو کې تخصص، د ټولنې د تکامل او پرمختګ یوازینۍ لار وبلله او ویې ویل چې اسلامي امارت د مادي پرمختګونو تر څنګ، معنوي پرمختګ او علم ته ځانګړې پاملرنه لري.
نوموړي فارغو فاضلانو ته سپارښتنته وکړه چې ځانونه له تکبره څخه وساتي او په ځان کې تواضع راولي. دغه راز ترې ویې غوښتل چې په خپل مسلک کې خدمت وکړي، په منصبونو بوخت نه شي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
د لوړو زده کړو وزیر فاضلانو ته په خطاب کې وویل: «د هېواد قضاء به تاسو قوي کوئ او حق به حقدار ته سپارئ.»
همدا راز د پوهنې سرپرست وزیر مولوي حبیب الله آغا، د عدلیې سرپرست وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي، د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر شیخ نور محمد ثاقب او نورو ویناوالو په ټولنه کې د قضاء او افتاء پر ارزښت خبرې وکړې او فارغو شویو فاضلانو ته یې سپارښتنه وکړه چې په فتواء ورکولو او قضاء کې به پوره دقت کوي.
د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې د مسؤلانو په وینا، په پام کې ده په دغه جامعه کې راتلونکی کال کې د تفسیر او علوم القرآن، حدیث او علوم الحدیث، اسلامي بانګداري او د دعوت او ارشاد تخصص هم پیل شي.
د غونډې په پای کې فارغو فاضلانو ته د مشرانو او استادانو له لوري د فضلیت دستارونه ورپرسر شول.