شیخ زاید پوهنتون د اسلامي ثقافت کادري بستونو لپاره د عربي ژبې ازموینه واخیستل شوه.

nasir_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۰ - ۱۱:۴۵
fht

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین او ورسره مل پلاوي د خوست شیخ زاید پوهنتون کې د اسلامي ثقافت کادري بستونو لپاره د عربي ژبې ازموینې بهیر له نږدې وڅاره.

په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې، د لوړو زده کړو وزارت د علمي چارو معين ښاغلي دوکتور لطف الله خيرخوا په خپلو خبرو کې وويل:« کوم بستونه چې شیخ زاید پوهنتون ته ورکړل شوي ډېر د اهميت وړ دي، با استعداده او لایق کسان به د پوره شفافې پروسې څخه وروسته په یادو بستونو کې په دندو وګمارل شي.»

همدارنګه د خوست شیخ زاید پوهنتون رئیس انجینر همایون معاویه د ازموینې د شفافیت ډاډ ورکړ او په استادانو یې غږ وکړ، چې په دې برخه کې جدي هڅې وکړي.
د خوست شیخ زاید پوهنتون د مسؤلینو په وینا ، د یادې ازموینې لپاره ۱۲۳ کسانو ثبت نام کړی وو، چې په شرایطو برابر ۹۸  کسانو څخه ازموینه واخیستل شوه، چې له یادې ډلې څخه به ۲۳ کسان جذب او په دندو وګمارل شي.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۶:۴۷
Background image

په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې "په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا ملي کنفرانس" پیل شو.


په دغه کنفرانس کې به د شاوخوا 40 داخلي او بهرنیو استادانو او څېړونکو له لوري څېړنیزې مقالې په دوو ورځو کې وړاندې شي.

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۵:۲۵
Background image

د خزاني سمستر د ازموینو د پیل خبرتیا

د هوا د یخنۍ شدت له کبله، د هېواد سړو سیمو ولایتونو امارتي تحصیلي نهادونو د روان سمسټر ازموینې، د پنځلسو درسي اونیو له تکمیل وروسته د قوس په ۱۵مه نېټه پیلیږي. 

دغه ازموینې به څلور اونۍ . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د کنفرانس په دویمه ورځ د کورنیو او بهرنیو متخصصینو لخوا ۶۲ څېړنیزې مقالې وړاندې شوې

 

د کابل پوهنتون «د افغانستان د ځانبسیاینې د زرغون انقلاب لومړی نړیوال کنفرانس » په دویمه ورځ د کورنیو او بهرنیو استادانو او متخصصینو لخوا ۶۲ څیړنیزې مقالې وړاندې شوې.

 

د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۵:۵۵
Background image

د افغانستان د ځانبسیاینې د زرغون انقلاب لومړي نړیوال کنفرانس کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د وینا مهم ټکي:

 

1ـ د خوښۍ ځای دی چې موږ او تاسو نن په اسلام‌، علم او جهاد پاله خاوره، د شهیدانو، غازیانو، امیرانو او قدرمن امیرالمؤمنین صاحب حفظه الله ټاټوبي کې په یوه داسې علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۰:۳۶
Background image

د افغانستان د ځانبسیاینې د زرغون انقلاب لومړی نړیوال کنفرانس پیل شو 

 

یاد کنفرانس په کندهار ولایت کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري، د ا.ا.ا مرکزي ویاند. . .

BACK TO NEWS