وضاحت!

eshaq_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۵ - ۶:۱
dghdf

د ځينو مغرضو کړيو لخوا دا خبر لاس په لاس کيږي چې ګواکي د کابل پوهنتون له ليليې څخه د قومي تبعيض پر اساس ځيني محصلين اخراج شوي، چې دا حقيقت نه لري. 

حقيقت دا دی چې څو تنه اخراج شوي محصلين، چې له کوم مشخص قوم سره تعلق نه لري، د پوهنتون د لوایحو او مقرراتو څخه د سرغړونې له امله د اصولو سره سم او د ځانګړې کمېټې د پرېکړې په نتيجه کې اخراج شوې دي.

 دا اصول پرته له کوم تبعيض څخه پر ټولو محصلينو په مساوي ډول تطبيق کيږي.
 کابل پوهنتون د سيمي او هېواد په کچه ستر تاريخي اکاډميک بنسټ دی، چې شاوخوا ۲۴زره محصلين په کې په زده کړو بوخت دي، چې له دوی څخه درې زره محصلين په ليليه کې مېشت دي. دا پوهنتون د هېواد د ټولو قومونو مشترک اکاډميک کور دی. هره پوهنځۍ، هر ټولګی او د ليليې هره خونه يې د ملي یووالي يوه ژوندۍ بېلګه ده، چې هېڅوک ترې انکار نشي کولی.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS