All News
د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د جوزجان پوهنتون د بېلابېلو مالي برخو څارنې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.
د لوړو زده کړو وزارت د داخلي تفتیش رئیس مولوي خالد افغان په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي د جورجان پوهنتون له رهبري سره د یاد پوهنتون د بېلابېلو مالي برخو څارنې په موخه د یوې ناستې په ترڅ کې. . .
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د امارتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو له مشرتابه پلاوي سره د علمي کادر د جذب نوې لایحې د عملي کولو په موخه په انلاین ناسته کې خبری وکړې.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په یاده ناسته کې د هېواد ځوان نسل د روزنې له امله د امارتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو فعالیتونه وستایل او ویې ویل چې د علمي کادر د. . .
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په مشرۍ يو پلاوي د کونړ سيد جمال الدين افغان پوهنتون کې د پنځو نويو ډيپارټمنټونو د ايجاد ترڅنګ د ياد پوهنتون علمي - څېړنیزې مجلې «اند» مخکتنې مراسمو کې هم برخه واخیسته.
په دې تړاو جوړو شوو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه، په داسې حال که چې د دې وزارت د څېړنې، تاليف او ژباړې رئيس دوکتور حميدالله مزمل، د سید جمال الدین. . .
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په میوند تدریسي روغتون کې د دریو پروژو پرانیسته وکړه.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په میوند تدریسي روغتون کې د جلدي وارډ لیزر څانګه، یو مسجد او د برېښنا نوي برج پروژې له تکمیل وروسته پرانیستې او ګټې. . .
د هېواد د تحصیلي بنسټونو (د ښوونې او روزنې برخې د اختصاصي او مسلکي تعلیماتو، اروا پوهنې او تربیتي علومو او اروا پوهنې) څانګو د بیاکتنې او پراختیا لومړی پړاو کلسټر د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست وزير په شتون کې پای ته ورسېد.
د یاد کلسټر د پای په مراسمو کې، چې د لوړو زه کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب او د تحصیلي نصاب د ملي کميسون رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي او شمېر نورو رئيسانو هم شتون. . .
دويم ځل لپاره داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !
عنوان: د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون نوي کمپس د اوبو رسولو او برښنا ساختماني برخو بنسټيزه بیارغونه.
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1402/NCB/ W-01
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو. . .
د شیخ زاید پوهنتون په شمالي غونډیو کې د سیلابونو د مخنیوي او د دغه پوهنتون لپاره د اوبو ذخیره کولو په پار د یوه چيکډېم د جوړیدو ډبره کېښودل شوه.
ياد چیکډېم د ۲،۱۷ ميلیونه افغانیو په لګښت د شیخ زايد پوهنتون په شمالي برخه کې رغول کیږي، چې د جوړيدو لګښت یې د خوست شمل خرم سیندیزې حوزې ریاست له خوا ورکول کیږي او د جوړيدو چارې یې د. . .
د هېواد په شپږو زونونو کې د ۱۴۰۲هـ ش کال امارتي تحصیلي بنسټونو شپنيو پوهنځیو ته د لار موندنې کانکور ازموینه د ازموینو ملي ادارې له خوا واخیستل شوه.
دغه ازموینه کې چې پرون په کابل، بلخ، بدخشان، هرات، کندهار او ننګرهار زونونو کې په بشپړه شفافه فضاء کې واخیستل شوه، له ټول هېواد څخه یو زر او پنځه سوه او دري نوي کسانو ګډون کړی و.
د. . .
د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست له لوري د دغه وزارت مرکزي ادارو ۷۰ تنو نویو شاملو شوو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ ورکړل شو.
د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست د رزونې او ظرفیت لوړونې امر عبیدالله مولایي په وینا په یاد ورکشاپ کې د وزارت له تشکیلاتو، اداري پروسیجرونو او اداري مراسلاتو سره د اشنایۍ او د. . .
Pagination
Latest announcements
په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې "په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا ملي کنفرانس" پیل شو.
په دغه کنفرانس کې به د شاوخوا 40 داخلي او بهرنیو استادانو او څېړونکو له لوري څېړنیزې مقالې په دوو ورځو کې وړاندې شي.
د خزاني سمستر د ازموینو د پیل خبرتیا
د هوا د یخنۍ شدت له کبله، د هېواد سړو سیمو ولایتونو امارتي تحصیلي نهادونو د روان سمسټر ازموینې، د پنځلسو درسي اونیو له تکمیل وروسته د قوس په ۱۵مه نېټه پیلیږي.
دغه ازموینې به څلور اونۍ . . .