د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له رئیس او کارمندانو سره وکتل

Azizorayakhel.admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۶ - ۱۰:۳۰
a

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین په یوه ناسته کې د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو له رئیس او کارمندانو سره د دغه وزارت د نشراتي چارو پر ښه والي ټینګار وکړ.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نوراحمد درویش د یاد ریاست د غړو د غوښتنو، طرحو، نظرونو او وړاندېزونو د اوریدو په ترڅ کې، هغوی ته لارښوونه وکړه چې په همغږۍ او ښه انسجام سره، د نشراتي سرعت د ښه والي، د اداري اصولو مراعتولو او د اطلاع رسونې د ښو خدمتونو وړاندې کولو په برخو کې جدي توجه وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین وویل چې ددې وزارت د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د تشکیل په بیا کتنه کار جریان لري او په نژدې وخت کې به بنسټیز بدلونونه رامنځته شي.

هغه زیاته کړه چې د لوړو زده کړو وزارت د کارمندانو د مسلکي وړتیا لوړول، د موجوده ادارې سیسټم اصلاح کول او د الیکټرونیکي حکومتولۍ تطبیقول ددې وزارت د مالي او اداري معینیت له کاري لومړیتوبونو څخه دي.

دغه راز د لوړو زده کړو وزارت د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس عزیزاحمد اوریاخیل د یاد ریاست د اصلاحي طرحو او پروګرامونو په اړوند خبرې وکړې او ویې ویل، چې د نشراتو ریاست د کاري چارو د لا ښه والي په خاطر به نور هم له جدیت څخه کار واخلي.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخار پوهنتون د علمي-څېړنیزو مقالو د غوښتنې خبرتیا

تخار پوهنتون په پام کې لري چې په روان کال کې " د افغانستان په دوامداره پرمختګ کې د طبیعي زیرمو د مدیریت رول" تر سرلیک لاندې لومړنی ملي کنفرانس جوړکړي.
د امارتي او د خصوصي لوړو زده کړو د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۷:۳۵
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د( ۴۳ ) مادې د( ۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د (ننګرهار، پکتيا، هرات او هلمند) ولایتونو ديني جامعاتو . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۴:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د پروان پوهنتون څخه لیدنه وکړه. 


د یاد پلاوي مشري د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تالیف او ژباړې رئیس ډاکټر حمیدالله مزمل کوله، نوموړي پلاوي د دغه پوهنتون له بېلابېلو څانګو لیدنه وکړه.
ياد پلاوي د پروان پوهنتون د ملي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۴:۱۶
Background image

د ابراهيم النخعي رحمه الله جامعې د افتاء او قضاء تخصص لپاره د فاضلانو د شمولیت ازموینه واخیستل شوه.


د کندهار د ابراهیم النخعي جامعې ریاست د افتاء او قضاء څانګې لپاره له ۱۸۰ فاضلانو آزموینه واخیسته، چې له یادو فاضلانو به ٦٠ تنه جذب شي.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د یادې جامعې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۳:۵۹
Background image

د عبدالله بن مسعود رضی‌الله‌عنه جامعې د افتاء او قضاء تخصص لپاره د فاضلانو د شمولیت ازموینه واخیستل شوه.


د عبدالله بن مسعود رضی‌الله‌عنه جامعې د افتاء او قضاء تخصص لپاره تحریري ازموینه د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست او د یادې جامعې له لوري په کابل پوهنتون کې. . .

BACK TO NEWS