د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه پلاوي او ابن سینا طبي پوهنتون د مشرتابه ګډه مشورتي ناسته وشوه

baqir_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۷/۱۱ - ۴:۴۵
ل

دغه ناسته چې د ابن سینا طبي علومو پوهنتون کې جوړه شوې وه، لوموړی د یاد پوهنتون رییس دکتور محمد اقبال حماد د ټولو کارکوونکو او استادانو د زحمتونو او خدمتونو د قدرداني ترڅنګ په هېواد کې د اشغال پای ته رسېدو او د ا.ا.ا د راتګ په اړه ټولو ته مبارکي وویله.

او له ټولو استادانو او اداري کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې په هېواد کې د تعلیم د پرمختګ او په کار پوهو او لایقو کدرنو د ودې او د هېواد د ودانولو لپاره هڅې وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس دکتور دلاور سیلاب د قرآن او ساینس برخه کې او همداراز د دغه سپېڅلي کتاب (قرانکریم) د بېلابېلو معجزو په اړه ګډونوالو ته هر اړخیزې او تفصیلي ویناوې وکړې.

په ناسته کې شیخ الحدیث مولوي شاه محمد د ا.ا.ا د برنامو او موخو په اړه د ویناوو سربېره د عمومي بښنې، امنیت، سولې او د اسلام مبارک دین د واکمنېدو په اړه مهمې ویناوې وکړې او په ټول هېواد کې یې د تحصیل اسانېدو او آرامۍ په اړه ډاډ ورکړ او ټول استادان او کارکوونکي یې خپلو کارونو ته وهڅول.

همداراز د طبي علومو پوهنتون علمي مرستیال پوهاند دکتور نجیب الله، د طبي لوړو زده کړو د پراختیا رییس پوهاند دکتور احمد فرید برنایار، د دغه پوهنتون د اسلامي ثقافت څانګې استاد پوهندوی عبدالخالق مصباح په خپل وار سره د یاد پوهنتون د استادانو په استازولۍ وینا وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې د هېواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره به هېڅ ډول همکارۍ او هڅې ونه سپموي. دوی د دولتي پوهنتونونو د درسونو په ژر پیلېدو ټینګار وکړ.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS