د ماسټري او دوکتورا په کچه د هندوستان هیواد د تحصیلي بورسونو خبرتیا
Due
-
د بهرنیو چارو محترم وزارت د رسمي مکتوب په اساس د هندوستان هیواد د ماسټري او دوکتورا په کچه د (Yoga, Unani, Siddha and Homeopathy Ayurveda) په څانګو کې د تحصیلي بورسونو له ورکړي څخه خبر ورکړی دی.
د بورسونو شرطونه:
• له انګلیسې ژبې سره بلدیت.
• دwww.a2ascholarships.iccr.gov.in A2A ICCR ویب سایټ سره سم د غوښتني او روغتیا فورمونه چمتو کول.
• د تګ را تګ ټیکټ کیدای شي د بورسونو ورکوونکي مرجعې په غاړه وي.
• نورې آسانتیاوې لکه فیس، لیلیه، لابراتوار او داسې نور د بورسونو ورکوونکي مرجعې له اړخه ورکول کیږي.
• نوماندان کولای شي، چې د دریو پوهنتونو/ انستیتوتونو څخه یو وټاکي چې له قبولي څخه وروسته بیا د تبدیلۍ حق نلري.
• تدریس به په انګلیسې یا اردو ژبه ترسره کیږي.
• د لیسانس او دوکتورا دورو متقاضیانو د نمرو سلنه باید له ۶۵ څخه کمه نه وي.
د اړتیا وړ سندونه:
• ديپلوم او د نمرو ټرانسکريپټ (لیسانس او ماسټري)
• الیکټرونیکي پاسپورټ درلودل
• د تابعیت تذکره
• د روغتیایي فورم بشپړول
بناءً ټولو په شرایطو برابرو کسانو ته خبر ورکول کیږي چې د دې خبرتیا له خپریدو سره سم د ۲۰۲۰ د جولای ۳۱ چې د ۱۳۹۹ زمري(اسد) ۱۰ نیټې څخه دمخه په www.a2ascholarships.iccr.gov.in ویب سایټ کې نوم لیکنه وکړي، فورم یې پرنټ کړي او د اړوندو بورسونو نورو فورمونو د تر لاسه کولو په موخه د لوړو زده کړو وزارت ۲۱ نمبر غرفې ته له خپلو اصلي اسنادو سره مراجعه وکړي
یادښت: د پورته ذکر شويو بورسونو د ضمیمو ترلاسه کولو لپاره په لاندې لینک کلیک وکړئ: