د محصل د نړیوالې ورځې په تړاو د لوړو زده کړو وزارت د نوماند سرپرست وزیر ډاکتر عباس بصیر پیغام

قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الْأَلْبَابِ.

ووایه ایا برابر دي هغه کسان چې پوهیږي او هغه کسان چې نه پوهیږي؟ له دې څخه د عقل خاوندان پند اخلي (نهم ایت زمر سوره)

عزتمنو هیوادوالو! قدرمنو محصلانو، استادانو، په خصوصي او دولتي بنسټونو کې د محصلانو محترمو کورنیو! اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته !

اجازه راکړئ په پیل کې د محصل د روښانه ورځې مبارکي ټولو خوږو محصلانو، د هغوی قدرمنو کورنیو ته،په هېواد کې د موجودو دولتي او خصوصي بنسټونو محترمو استادانو ته تبریکي ورکړم.

د افغانستان شریف ملته!

له بده مرغه ۱۳۹۹ کال د پيل له ورځې څخه د کرونا ویروس د خپریدو په حال کې وو چې محصلان يې په اکاډمیک چاپېریال کې د درسونو څخه لېرې وساتل. له دې سره سره د لوړو زده کړو وزارت وتوانېد د معلوماتي ټکنالوجۍ څخه په استفادې د درسي ممد د طرحې په توګه په غیر حضوري توګه په خصوصي او دولتي نهادونو کې درسونه وړاندې کړي. تر څو دعلم، محصل او استاد ترمنځ اړیکه ټینګه شي . د آنلاین زده کړو سیستم ( )HELMS

په داسې توګه برابر شوی چې له مخې يې استادان کولای شي په پښتو دري او انګلیسي ژبو اپلوډ وکړي او محصلان له دې لارې زده کړو ته لاسرسی ولري.

د کرونا ویروس د کمیدو وروسته درسونه په حضوري او چټکه توګه پیل شول، له نیکه مرغه اوس دعلم د تږي نسل پر مخ د تحصیلي بنسټونو دروازې پرانستې دي او محصلان د ټولو امنیتي او اقتصادي ستونزو سره سره د سر په بیه د تحصیل د ترلاسه کولو لپاره په ټولګیوکې حضور لري. د لوړو زده کړو وزارت تل د محصلانو لپاره د زده کړې د مناسب بستر په توګه زمینه برابره کړې ده او د تحصیلي اسنادو د ورکړې او مدد معاش په پروسه کې اساني، د دولتي بورسونو د ډیتابیس ،د فارغانو د اسنادو ډیجيټل کول، د جندر پالیسي، په خصوصي او دولتي څانګو کې د رشتونیاز سنجي، د کارموندنې او مشورو د مرکزونو ایجادول، په پوهنتونو کې د کمپیوټر لب او کتابتونونو رامنځته کول او د تحصیلي نصاب پراختیا د لوړو زده کړو وزارت مهم کارونه دي چې په هیواد کې د کیفیت لرونکي تحصیلي لپاره ترسره شوي دي.

ګرانو محصلانو! د ملت د هیلو سترګې تاسو ته نیولي دي. تاسو د دې هېواد راتلونکي یاست، د ملت او تاریخ پر وړاندې ستاسو مسئولیت ډېر دروند دی، له همدې امله ستاسو له هر یو څخه هیله لرم څو د علم څراغ روښانه وساتئ، د زده کړو او څیړنو ستونزمنه لار په لیوالتیا سره ووهئ څو وښيئ چې د علم او پوهې د عسکرو په توګه په میړانه او حیرانوونکې توګه دعلم او پوهې په زیاتولو سره د ناپوهۍ څخه غچ واخلئ ،هیواد او هیوادوالو ته له بې وزلۍ نجات ورکړئ،څو وکولای شو په نړیواله توګه یو پرمختللی، متحد او په پښو ولاړ هیواد ولرو او افغان محصلان د نورو هیوادونو د خلکو په څیر د هیواد په جوړولو کې افتخاري ونډه ولري. د دې ټولو ستونزو سره سره چې د تحصیل په لاره کې پرتې دي بیا هم د محصل د ورځې مبارکي درته وایم او برکت لرونکی زده کړه ییز کال درته غواړم!

درخت تو ګر بار دانش بګیرد

به زیر آوري چرخ نیلوفری را

والسلام

ډاکټر عباس بصیر د لوړو زده کړو وزارت نوماند سرپرست وزیر

آخرین اطلاعیه ها

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۵ - ۱۰:۱۰
Background image

اطلاعیه عام تصمیم اعطای قرارداد

بدین وسیله به تأسی ازفقره (2) ماده چهل و سوم قانون تدارکات به اطلاع عموم رسانیده می شود، وزارت تحصیلات عالی در نظر دارد، قرارداد پروژه تهیه وتدارک وسایل،تجهیزات و مواد لابراتواری ( . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۵ - ۱۰:۹
Background image

اطلاعیه عام تصمیم اعطای قرارداد


بدین وسیله به تأسی ازفقره (2) ماده چهل و سوم قانون تدارکات به اطلاع عموم رسانیده می شود، وزارت تحصیلات عالی در نظر دارد، قرارداد پروژه تهیه وتدارک وسایل،تجهیزات و مواد لابراتواری ( . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۵ - ۹:۴۸
Background image

اطلاعیه عام تصمیم اعطای قرارداد

بدین وسیله به تأسی از فقره (2) ماده چهل و سوم قانون تدارکات به اطلاع عموم رسانیده می شود، وزارت تحصیلات عالی در نظر دارد، پروژه تهیه و تدارک وسایل تکنالوژی برای جامعه دینی هلمند را به . . .

بازگشت به اطلاعیه ها