په کندز پوهنتون کې د ۱۴۰۰کال د پسرلي په رارسېدو سره د نويو نیالګیو کېنولو لړۍ پیل شوه
د نیالګیو کېنولو په دې لړۍ کې د کندز پوهنتون مشر پوهندوی ډاکتر سیفي، د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو عمومي مشر حارث سراج، د تامیناتو عمومي دفتر آمر خالد علم، د ولایتي شورا منشي فوزیه یفتلي، د پوهنځیو رییسانو، استادانو، کارکوونکو او محصلانو ګډون کړی و او د نیالګیو په کېنولو سره یې په هېواد کې د سمسورتیا او سولې هیله وکړه.