د کابل پولي تخنیک پوهنتون د تړون کولو پرېکړې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون دري څلوېښتمې مادې (۲یمې) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون په پام کې لري چې د ۱۴۰۰ کال لپاره د اوبو سرچینو هراړخیز مدیریت د ماسټرۍ پروګرام درسي ټولګیو د اړتیا وړ ۳۵ قلمه تجهیزاتو پروژې تړون د کابل پولي تخنیک پوهنتون له بانکي اکونټ څخه په (۷۹۷۲۰۶۰) اووه میلیونه او نهه سوه او دوه اویا زره او شپېته افغانۍ د کوبل لوژیستیکي خدمتونو انفرادي متشبث سره وکړي چې د اړیکې شمېره یې MOHE/KPU/096/NCB ده او د جواز شمېره یې (D-46510) ده او د کابل قلعه زمان خان، نو آباد په څلورم سړک کې موقعیت لري.
حکمي او حقیقي کسان چې هر ډول نیوکې لري، کولای شي چې خپلې نیوکې د دغې خبرتیا تر خپرېدو وروسته تر اوو ورځو پورې په لیکلې توګه له خپلو دلایلو سره یو ځای او له پنځوسمې مادې سره سم د کابل پولي تخنیک پوهنتون ریاست ته وسپاري چې د کابل پنځمې حوزې په کارته مامورین سیمه کې موقعیت لري.
دغه خبرتیا د تړون په مانا نه ده او د یادې نېټې او قانوني پړاوونو تر پای ته رسېدو پورې نه تړل کېږي.