ننګرهار پوهنتون د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني ته د غوره علمي او اکاډمیکو خدمتونو له امله د فقهې او قانون په برخه کې د دوکتورا افتخاري ډيپلوم او د خدمت ایوارډ ورکړ.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون مشرتابه، د علمي شورا غړو، استادانو او د ننګرهار ولایت مقام مرستیال ګډون کړی و.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه څخه د مننې تر څنګ، دغه پوهنتون د هېواد له سترو علمي او اکاډمیکو مرکزونو څخه وباله او د یاد پوهنتون استادان یې خپلو دندو او مسؤلیتونو ته ځير کړل.
همدارنګه د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د خپلو خبرو په جریان د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ته د افتخاري دوکتورا مبارکي وویله او نوموړي ته یې د لا ډېرو خدمتونو هیله وکړه.