د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د امام ابو حنیفه (رح) له ملي او نړيوال نندارتون څخه لیدنه وکړه.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یاد نندارتون له صنعت کارانو سره وکتل او د هغوی د محصولاتو په اړه یې خبرې ورسره وکړې.
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یاد نندارتون له مسؤلینو او صنعت کارانو سره د لیدنې پر مهال د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ ټینګار وکړ او د یاد نندارتون له مسؤلینو او ټولو هغو صنعت کارانو یې مننه وکړه چې خپل تولیدات یې نندارې ته وړاندې کړي وو.
د امام ابوحنیفه ملي او نړیوال نندارتون مسؤلینو وویل چې په یاد نندارتون کې په شاوخواه ۶ سوه غرفو کې داخلي او بهرني تولیدات نندارې ته وړاندې شوي، چې تېره پنجشنبه پیل او تر راتلونکي پنجشنې پورې به دوام وکړي.
د یادونې وړ ده چې له یاد نندارتون څخه د لوړو زده کړو سرپرست د لیدنې پر مهال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست رئیس یونس مومند او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې مرسیتال خان جان الکوزي د نندارتون د محصولاتو په اړه معلومات ورکول.
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۴/۵/۱۱هـ.ق ۱۴۰۱/۹/۱۴هـ.ش ۲۰۲۲/۱۲/۵م
د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر