د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب له افغان نړیوال اسلامي پوهنتون څخه لیدنه وکړه.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون له مشرتابه پلاوي، پوهنځيو رئیسانو او استادانو سره په ناسته کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل. نوموړي د هغوی فعالیتونه وستایل او وړاندیزونه یې ورته منظور کړل.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون مشرتابه ته سپارښتنه وکړه چې په هېواد کې دننه نورې د ماسټري او دوکتورا برنامې ایجاد کړي. دغه راز ډاډ یې ورکړ چې د فوق لېسانس برنامو په ایجاد، د محصلینو او استادانو لپاره د معیاري لوړو زده کړو زمینې برابرولو په برخه کې یې هر ډول ملاتړ کوي او اسانتیاوې به ورته برابروي.