د لوړو زده کړو وزارت د دولتي پوهنتونو د تبدیلۍ خبرتیا

Akmal_admin
دولتي پوهنتونو د تبدیلۍ خبرتیا

د لیسانس زده کړې د دورې د مقررې او د ۱۸\۹\۱۳۹۹ نیټې د محصلانو چارو د شورا د پریکړې سره سم د محصلانو تبدیلي په لاندې شرایطو سره ترسره کیږي:

۱ – د اناث طبقې تبدیلي د دواړو بنسټونو د موافقې او معیاري نومرو په  بشپړولو سره.

۲ – د نارینه و تبدیلي د پورته موافقې له مخې د روزانه څخه روزانه ته مجاز نده، یوازې نارینه کولای شي له روزانه شبانه ته تبدیلي وکړي.

۳ – هغه جدیدالشمول محصلین چې د ۱۳۹۹ کال د کانکور له لارې جذب شوي دي، د تبدیلۍ پروسه يې د ۱۴۰۰ کال د غوايي په میاشت کې پیلیږي.

۴- د مخکینیو کلونو محصلین چې له یو سمستر زیات درس يې ویلی دی د لیسانس د زده کړه ییزې دورې د مقررې سره سم يې تبدیلي په مرغومي او سلواغه میاشت کې پیلیږي.

۵ -  هغه محصلین چې مخکې يې د غوښتنپاڼې او د وزارت د مقام د حکم پر بنسټ تبدیلي غوښتې وه دعریضوپایلې يې د کارپوهانو له کتنې وروسته د مرغومي په ۱۵ نیټه  اعلانیږي.

۶- د تبدیلۍ فورم د لومړنیو پوهنتونو له لارې اخستل کیږي او د دویم بنسټ تر موافقې وروسته  د طی مراحلو په خاطر د محصلانو چارو ریاست ته سپارل کیږي .

۷ – هغه محصلین چې په لومړني پوهنتون کې له دوو مضامینو څخه په زیاتو کې عدم کریډت وي تبدیلي يې نه طی مراحل کیږي.

۸ – یو محصل د تحصیل په دوره کې یوازې یو ځل د تبدیلۍ حق لري دویم وار تبدیلي غیر مجاز ده.

۹ – تبدیلي یوازې او یوازې په عین څانګه او عین ټولګي کې د اجرا وړ ده.

د ستونزې په صورت کې په دغو شمیرو  ۰۷۷۸۷۴۶۱۳۳ – ۰۷۴۴۴۸۵۷۸۱ اړیکه ونیسئ.

آخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۵:۲۳
Background image

اطلاعیه عام تصمیم اعطای قرارداد

بدین وسیله به تآسی از فقره (2) ماده چهل و سوم قانون تدارکات به اطلاع عموم رسانیده میشود، {وزارت تحصیلات عالی} در نظر دارد، قرارداد روژه تهیه و تدارک (58) قلم مواد تنظیفاتی مورد ضرورت . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۸:۴۴
Background image

اطلاعیه عام تصمیم اعطای قرارداد

 

بدین وسیله به تأسی از فقره (2) ماده چهل و سوم قانون تدارکات به اطلاع عموم رسانیده می شود، وزارت تحصیلات عالی در نظر دارد، پروژه تهیه وتدارک 80 قلم قرطاسیه باب غیر مطبوع مورد ضرورت . . .

بازگشت به اطلاعیه ها