All News
د خوست والي د شيخ زايد پوهنتون څخه ليدنه وکړه.
په همدې موخه جوړې شوې غونډې کې چې د شيخ زايد پوهنتون مشرتابه، استادان، محصلين او کارمندانو ګډون درلود، د خوست ولایت والي مولوي عبدالقيوم روحاني وويل: «هغه چا چې په تېر کې د خدمت دعوې. . .
د کندوز پوهنتون ۲۸۶ تنو محصلینو ته په مختلفو ورکشاپونو کې له ګډون وروسته تصدیق پاڼې ووېشل شوې.
په همدې مناسبت جوړې شوې ستره غونډه کې د کندوز پوهنتون رئیس مولوي عبدالهادي همت، د محصلانو چارو مرستیال، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او اداري کارمندانو هم ګډون درلود، چې د محصلانو چارو. . .
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرست سره وکتل او د دغو ادارو د ګډو همکاریو په اړه یې خبرې وکړې.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم په داسې حال کې چې د دې ادارې یو شمېر رئیسانو هم حضور درلود، له تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې او نورو امارتي ادارو سره د همکارۍ. . .
د شيخ زايد پوهنتون انجينري پوهنځي محصلانو پکتیکا، غزني او کابل ولایتونو ته علمي سفر وکړ.
د شيخ زايد پوهنتون انجينري پوهنځي ۶۲ محصلانو د پنځو تنو استادانو په ملتيا د پکتيکا، غزني او مرکز کابل له ځينو زېربنایي پروژو څخه د لیدنې په موخه علمي سفر وکړ.
په دې سفر کې د استادانو. . .
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کارکوونکو ته د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست له لوري څلور ورځنی سیمینار پیل شو.
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کارکوونکو ته د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست له لوري د " تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د علمي پروګرامونو او چوکات" تر سرلیک لاندې. . .
د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې ریاست د تضمین کیفیت د پنځم معیار د تشریح په موخه د مرکزي پوهنتونونو له رئیسانو او مرستیالانو سره غونډه وکړه.
د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې رئیس شاکر وحیدي د دغې غوندې په ترڅ کې د علمي برنامو د بیاکتنې، د علمي برنامو کلنۍ څارنې، د علمي برنامو دوره یي بیاکتنې او د عملیاتي پلان په اړه معلومات. . .
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د دغه وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست څخه د یاد معینیت اړوند ادارو لاسته راوړنې، ستونزې او ننګونې واورېدې.
د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیس استاد شاکر وحیدي، په داسې حال کې چې اړوندو رئیسانو هم حضور درلود، د هېواد تحصیلي بنسټونو اړوند علمي، اداري او مالي برخو کې. . .
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د جینوا کال نړیوالې مؤسسې له رئیس سره وکتل.
په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په افغانستان کې د جینوا کال نړیوالې مؤسسې رئیس او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل او په کابل، کندهار او بامیان. . .
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې د جاپان له سفیر سره وکتل.
په یاده لیدنه کې د جاپان سفیر تاکویوشي کورمایا د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ته په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې کندهار، هرات او ننګرهار ولایتونو ته مو. . .