All News
د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د خصوصي تحصیلي بنسټونو د دایمي استادانو د تقرر او تثبیت پروسې پر دوام د ختیځ زون خصوصي تحصیلي بنسټونو څخه لیدنه وکړه او د استادانو د تقرر دوسیې يې وڅېړلې.
د یاد پلاوي مشري د دغه وزارت د تقرر او علمي ترفیعاتو رئیس انجنیر مفتاح الدین عزام کوله، چې په ختیځ زون کې یې د تابش، خراسان، الفلاح، سپین غر، روښان، التقوا، اریانا او تنویر خصوصي. . .
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر کونړـ ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال په کونړ سید جمال الدین افغان پوهنتون کې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت دری پروژې پرانیستې.
یادې پروژې چې د کونړ ـ سید جمال الدین افغان پوهنتون د حفظ او مراقبت پروژې او یوه اداري ودانۍ، داخلي سړکونو ترمیمات او ۴۰پایې کمپیوټر لب پېرل پکې شامل دي، د لوړو زده کړو وزارت له. . .
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي بنسټونو د ګډ کمسیون ناسته ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین، د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، ارشد سلاکار او د خصوصي پوهنتونونو استازو ګډون کړی و.
په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شيخ. . .
د پکتيا پوهنتون ۸۰ خالي اداري بستونو لپاره د ۲۷ ښځينه وو په ګډون د۱۰۰۰ تنو نوماندانو څخه رقابتي ازموینه واخیستل شوه.
یاده ازموینه د لوړو زده کړو وزارت پلاوي له لوري، چې د امتحاناتو د کميټې مشر او د یاد وزارت د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړيکو رئيس روح الله روحاني يې مشري کوله، د یادې کمېيټې غړو او د. . .
د کابل پوهنتون رئيس د چين تايووان تکنالوژي پوهنتون په رسمي بلنه د چينايي ژبې نړيوال درې ورځني کنفرانس کې د ګډون په موخه هېواد ته سفر وکړ.
په ياد کنفرانس کې د نورو ګډونوالو ترڅنګ د نړۍ د پنځوسو پوهنتونونو استازو برخه اخيستې وه.
د کابل پوهنتون رئيس دوکتور اسامه عزیز په ياد کنفرانس کې د ګډون تر څنګ د چين ټايووان ټکنالوژي. . .
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مختلفو څانګو څخه ۱۲سوه محصلین فارغ او د کار بازار ته وړاندې شول.
په کابل پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړه شوې فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین مفتي محمد طاهر احمد، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه پلاوي او د اسلامي امارت. . .
د هېواد د تحصيلي بنسټونو د کمپیوټر ساینس ماسټري او د ښوونې او رزونې څانګو د کمپیوټر زده کړې د تحصیلي نصاب د بیا کتنې او پراختیا دویم پړاو کلستر پای ته ورسېد.
د یاد کلستر په پای غونډه کې د هیواد د تحصيلي نصاب ملي کمیسیون غړي پوهندوی داود شاه فاروق د کلستر د کار په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د کمپیوټر ساینس تحصیلي نصاب د. . .
په کابل پوهنتون کې د ۳۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۸ کیلومټره سړک د بیارغونې او جوړېدو چارې پیل شوې
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د کابل پوهنتون رهبرۍ په ملتیا په کابل پوهنتون کې د ۳.۵ کیلومټره سړک جوړیدا او ۴.۵ کیلومټره سړک بیارغونې چارې د پټۍ په پرېکولو. . .
د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه.
د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د هېواد جنوب لوېديځ زون تحصیلي بنسټونو ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: «په یاد سفر کې مو. . .
Pagination
Latest announcements
په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې "په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا ملي کنفرانس" پیل شو.
په دغه کنفرانس کې به د شاوخوا 40 داخلي او بهرنیو استادانو او څېړونکو له لوري څېړنیزې مقالې په دوو ورځو کې وړاندې شي.
د خزاني سمستر د ازموینو د پیل خبرتیا
د هوا د یخنۍ شدت له کبله، د هېواد سړو سیمو ولایتونو امارتي تحصیلي نهادونو د روان سمسټر ازموینې، د پنځلسو درسي اونیو له تکمیل وروسته د قوس په ۱۵مه نېټه پیلیږي.
دغه ازموینې به څلور اونۍ . . .