All News
د هېواد د تحصیلي بنسټونو (د ښوونې او روزنې برخې د اختصاصي او مسلکي تعلیماتو، اروا پوهنې او تربیتي علومو او اروا پوهنې) څانګو د بیاکتنې او پراختیا لومړی پړاو کلسټر د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست وزير په شتون کې پای ته ورسېد.
د یاد کلسټر د پای په مراسمو کې، چې د لوړو زه کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب او د تحصیلي نصاب د ملي کميسون رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي او شمېر نورو رئيسانو هم شتون. . .
دويم ځل لپاره داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !
عنوان: د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون نوي کمپس د اوبو رسولو او برښنا ساختماني برخو بنسټيزه بیارغونه.
داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1402/NCB/ W-01
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو. . .
د شیخ زاید پوهنتون په شمالي غونډیو کې د سیلابونو د مخنیوي او د دغه پوهنتون لپاره د اوبو ذخیره کولو په پار د یوه چيکډېم د جوړیدو ډبره کېښودل شوه.
ياد چیکډېم د ۲،۱۷ ميلیونه افغانیو په لګښت د شیخ زايد پوهنتون په شمالي برخه کې رغول کیږي، چې د جوړيدو لګښت یې د خوست شمل خرم سیندیزې حوزې ریاست له خوا ورکول کیږي او د جوړيدو چارې یې د. . .
د هېواد په شپږو زونونو کې د ۱۴۰۲هـ ش کال امارتي تحصیلي بنسټونو شپنيو پوهنځیو ته د لار موندنې کانکور ازموینه د ازموینو ملي ادارې له خوا واخیستل شوه.
دغه ازموینه کې چې پرون په کابل، بلخ، بدخشان، هرات، کندهار او ننګرهار زونونو کې په بشپړه شفافه فضاء کې واخیستل شوه، له ټول هېواد څخه یو زر او پنځه سوه او دري نوي کسانو ګډون کړی و.
د. . .
د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست له لوري د دغه وزارت مرکزي ادارو ۷۰ تنو نویو شاملو شوو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ ورکړل شو.
د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست د رزونې او ظرفیت لوړونې امر عبیدالله مولایي په وینا په یاد ورکشاپ کې د وزارت له تشکیلاتو، اداري پروسیجرونو او اداري مراسلاتو سره د اشنایۍ او د. . .
د هېواد د پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو د ښوونې او روزنې برخې د اختصاصي او مسلکي تعلیماتو، ارواپوهنې، تربیتي علومو او ارواپوهنې څانګو د بیاکتنې او پراختیا لومړی پړاو کلسټر پیل شو.
د یاد کلسټر په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه وویل چې موږ باید محصلین له خپل دین، کلتور، ژبې او خاورې سره په تړلې مفکوره وروزو او داسې نصاب. . .
د کابل پولي تخنیک پوهنتون او LEAD مؤسسې تر منځ د زرو تنو افغان انجنیرانو د مسلکي روزنې هوکړه لیک لاسلیک شو.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون او LEAD مؤسسې (Linking Education Aid Development Organization) ترمنځ هوکړه وشوه، چې په پوليتخنیک پوهنتون کې به د دغې مؤسسې لخوا په راتلونکو دریو کلونو کې. . .
د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او ارزونې رياست پلاوي د ولایتي سفرونو په لړ کې تردې مهاله د دريو ولايتونو له امارتي او خصوصي تحصيلي بنسټونو څخه څارنه او ارزونه کړې ده.
ياد پلاوي چي د پوهنتونونو څخه د څارنې او ارزونې په موخه تللي وو، د بامیان، پروان او دايکندي تحصیلي بنسټونو څارنه او ارزونه يې وکړه.
په یادو ولایتونو کې د خصوصي تحصیلي بنسټونو د څارنې او. . .
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د ١٨ میلیونه افغانیو په ارزښت د البيروني پوهنتون د احاطې دېوال جوړولو د بنسټ ډبره کېښوده.
په همدې موخه جوړې شوې غونډه کې چې د یاد پوهنتون مشرتابه، علماوو، استادانو او د بېلابېلو ادارو رئیسانو ګډون درلود، د لوړو زدهکړو وزارت علمي معین دکتور لطف الله خیرخواه د وزارت پر لاسته. . .