PastShow all

شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۸:۲۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ریاستونو او تدریسي روغتونونو ۷۸ تنو کارمندانو ته له روزنیز ورکشاپه د فراغت سندونه وویشل شول.

دغه کارمندان له ۶ روزنیزو پروګرامونو(مدیریت او رهبرۍ، اداري مکتوبونو، د اسنادو مدیریت، د دفتردارۍ مهارتونو، په کاري چارو کې د انټرنیټ کارولو او مایکروسافټ ورډ) څخه فارغ شوي دي.
یادو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۸:۱۰
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د فراه د لوړو زده کړو موسسې له مسوولینو او استادانو سره په کتنه کې ژمنه وکړه، چې د دې موسسې ستونزې به حل او محصلینو ته به یې ښه تحصیلي چاپیریال برابر کړي.


د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته د خپلو رسمي سفرونو په دوام د فراه لوړو زده کړو موسسې څخه لیدنه وکړه او د یادې موسسې د مسوولینو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۳:۲۹
Background image

د تخار او بدخشان پوهنتونونو د اداري بستونو لپاره د رقابتي ازموینې پروسه د لوړو زده کړو وزارت د حقوقي مشاور شيخ عبدالله سيحان په مشرۍ د لوړو زده کړو وزارت پلاوي، تخار ولایت استازو، د تخار او بدخشان پوهنتونونو د رهبرۍ او په شرایطو برابرو داوطلبانو په شتون ک

 

د دې پروسې په ترڅ کې د بدخشان پوهنتون رئيس مولوي نظرمحمد نيازي د ازموينې د شفافيت او امانت خپل اهل ته سپارلو په اړه داوطلبانو ته ډاډ ورکړ او ويې ويل: « د یادو دوه پوهنتونونو ٢٤. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۳:۲۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هرات پوهنتون کادري روغتون څخه لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د طب پوهنځی محصلینو لپاره د کادري روغتون شتون اړین او اساسي اړتیا وبلله. دغه راز نوموړي وويل: «لوړو زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲ - ۵:۳۰
Background image

د پکتیا پوهنتون انجنيري پوهنځی له بېلابېلو څانګو څخه ۲۲۴ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

په یاده فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معين دوکتور لطف الله خيرخواه، د پوهنتون مسؤلینو او محصلينو د کورنیو غړیو ترڅنګ د پکتیا ولایت د یو شمېر ادارو استازو هم ګډون کړی وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱ - ۱۱:۳۰
Background image

د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې څخه ۲۰۰ تنه محصلان فارغ شول.

 

 په یاده فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب ټولو فارغانو ته مبارکي وویله او خوښي یې وښوده، چې په یو خپلواک او سوله‌ییز افغانستان کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱ - ۵:۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین او ورسره مل پلاوي د بامیان پوهنتون د ۱۴۰۲هـ.ش کال محصلینو په فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه.

په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب فارغو شویو محصلینو ته د مبارکۍ تر څنګ، له هغوی څخه وغوښتل چې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي. نوموړي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱ - ۴:۵۹
Background image

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۲ هـ ش کال د محصلینو فراغت غونډه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د یاد پوهنتون مسؤلینو او د فارغو محصلانو د کورنیو غړیو په ګډون ترسره شوه.

په یاده فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه فارغو شویو محصلینو او د هغوی کورنیو ته د مبارکۍ تر څنګ فارغانو ته په خطاب کې وویل: « د لوړو زده کړو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۹:۲۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او ارزونې رياست پلاوي د ولایتي سفرونو په لړ کې د پنځو ولايتونو د امارتي او خصوصي تحصيلي بنسټونو څارنه او ارزونه وکړه

ياد پلاوي چي د پوهنتونونو د څارنې او ارزونې په موخه تللي وو، د بامیان، پروان، دايکندي، لغمان او کونړ تحصیلي بنسټونو
څارنه او ارزونه وکړه.
په یادو ولایتونو کې د خصوصي تحصیلي بنسټونو د. . .

Pagination