د کابل پوهنتون له ۷۰ څانګو څخه ۲۵۰۰ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول. 

ameen_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲ - ۹:۲۴
تندظطتزنظ


د لویې جرګې په خیمه کې په همدې مناسبت فراغتغونډه کې د اسلامي امارت د کابینې غړو، د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه پلاوي، د کابل پوهنتون رهبرۍ، استادانو، فارغو شویو محصلینو او د هغوی د کورنیو غړو ګډون کړی و.
په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا‌ء محمد ندیم صاحب د فارغینو پر فراغت د خوښۍ تر څنګ، له لوړو زده کړو څخه د ا.ا.ا د مشرانو پر ملاتړ او فعالیتونو خبرې وکړې.
هغه وویل: «د ا.ا.ا مشرانو په اخلاص سره د لوړو زده کړو وزارت له پروګرامونو ملاتړ کړی او دغه وزارت توانېدلی چې د تحصیلي نصاب بیا کتنې، د ازادې سیالۍ له لارې د ۲۵۰۰ تنو استخدام، د زیربنایي پروژو او د نویو څانګو جوړولو په برخه کې لاسته راوړنې ولري.» 
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر همدارنګه محصلینو ته په خطاب کې وویل، چې د لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي، چې په هېواد کې د ماسټرۍ او دوکتورا نور پروګرامونه رامنځته او ځوانانو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.
همدارنګه د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني خبرې وکړې او ویې ویل، چې له څو کلونو راهیسې د دیني مدرسو او پوهنتونونو او همدارنګه د افغانستان د خلکو تر منځ د دسیسو او توطیو له امله د افغانستان د خلکو تر منځ واټن رامنځ ته شوی و، چې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره د دې واټن د له منځه وړلو هڅه شوې.
هغه زیاته کړه: «د خدای په فضل سره افغانستان خپله ازادي وګټله او زموږ محصلین باید له دې فرصت څخه ښه ګټه پورته کړي.»
همدا راز په دې غونډه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د ساینس پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې د ساینس زده کړه او د خلکو په خدمت کې یې کارول عبادت دی. 
نوموړي دغه راز په ټولنه کې د يووالي او زغم پر رامنځته کولو خبرې وکړې او ويې ويل، چې د ټولنې ټول غړي د انسان د بدن د غړو په څېر دي، چې هر غړی يې خپل مسووليت پر غاړه لري، نو ټول دیني او عصري علوم په یو بل پورې تړلي دي او د انسانانو د هوساينې لپاره ترې کار اخيستل کېږي.
وروسته د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د عالم او لوستي شخص کېدو تر منځ پر توپیر، د کابل پوهنتون رئیس دوکتوراسامه عزیز د کابل پوهنتون د ۹۰ کلن تاریخ او لوړو ژورو، د کابل پوهنتون استاد ډاکټر نصر من الله مجاهد د لوړو زده کړو په برخه کې د ترسره شویو فعالیتونو او همدارنګه فارغ شوي محصل رضا محمد د فارغو محصلینو په استازیتوب خبرې وکړې.
د يادونې وړ ده چې د غونډې په پاى کې په ١٤٠٢ لمريز کال کې د معلوماتي ټکنالوژۍ له پوهنځي فارغ، حضرت شير چې د کابل پوهنتون د فارغانو په منځ کې یې لومړى مقام خپل کړ و، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له خوا ډالۍ ورکړل شوه.

آخرین اطلاعیه ها

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۰:۴۸
Background image

اطلاعیه عام تصمیم اعطای قرارداد

بدین وسیله به تآسی از فقره (2) ماده چهل و سوم قانون تدارکات به اطلاع عموم رسانیده میشود، {وزارت تحصیلات عالی} در نظر دارد، قرارداد پروژه تهیه و تدارک وسایل تکنالوژی برای ریاست تکنالوژی . . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۹:۴۰
Background image

اطلاعیه عام تصمیم اعطای قرارداد

بدین وسیله به تأسی از فقره (2) ماده چهل و سوم قانون تدارکات به اطلاع عموم رسانیده می شود، وزارت تحصیلات عالی در نظر دارد، پروژه تهیه وتدارک کمره های امنیتی مورد ضرورت ریاست دفتر مقام . . .

بازگشت به اطلاعیه ها

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۶:۱۲
Background image

کنفرانس سه روزه بین المللی آب به رهبری وزارت تحصیلات عالی، از طرف پوهنتون پولی تخنیک کابل با اشتراک بزرگان عالی رتبه ا.ا.ا، استادان و متخصصان داخلی و خارجی آغاز شد.

 

در مراسم آغاز این کنفرانس که در تالار لویه جرگه دایر شد، محترم ملا عبدالغنی برادر معاون اقتصادی ریاست الوزراء، مولوی محمد یونس آخند زاده سرپرست وزارت احیاء و انکشاف دهات، محترم شیخ. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۵:۲۵
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی به منظور حل مشکلات نهاد های تحصیلات عالی خصوصی با مسوولان نهاد های یاد شده دیدار کرد.

 

دیدار یاد شده که در تالار جلسات این وزارت دایر شد، محترم شیخ الحدیث مولوی نداء محمد ندیم سرپرست وزارت تحصیلات عالی در حالی که شیخ ضیاء الرحمن الاریوبی معین علمی این وزارت و تعدادی از. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۶:۳۳
Background image

وزارت تحصیلات عالی شماری از نهاد های تحصیلات عالی خصوصی را مورد تقدیر قرار داد.

 

در مراسم که به هدف هماهنگی بیشتر و تقدیر نهاد های تحصیلی یاد شده در پوهنتون کابل برگزار گردید، برعلاوه محترم شیخ الحدیث مولوی نداء محمد ندیم سرپرست وزارت تحصیلات عالی، تعدادی از. . .

BACK TO NEWS