All News

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۸ - ۶:۲۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د امامانو د ستاژ، د سیرت الني صلی الله علیه وسلم د پایلو اعلان او د دغه وزارت د عربي ژبې انسټیټوټ څخه د فارغانو په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.


د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په یادو مراسمو کې د امامت پر ارزښت خبرې وکړې او امامت یې له وقار او عزت څخه ډک مسؤلیت وباله. 
هغه د ارشاد، حج او اوقافو. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۷ - ۹:۵۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په پولي تخنیک پوهنتون کې د (اوبو نړیوال کنفرانس-کابل) د جوړیدو په اړه د امارتي تحصیلي بنسټونو علمي مرستیالانو سره انلاین ناسته وکړه.


د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه وویل: «د افغانستان د تحصیلي بهیر په تېر ۹۰ کلن تاریخ کې تحصیلي مرکزونه یا خپل رسالت ته پرېښودل شوي نه دي او یا. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۷ - ۴:۴
Background image

د هېواد د لوړو زده کړو بنسټونو د انجنیرۍ او کرنې څانګو د فوق لیسانس برنامو ۲۲ رشتو دریم پړاو کلستر نن پیل شو.


د غونډې په پيل کې د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئيس مفتي عبدالروف فراهي د  نصاب د بيا کتنې او پراختيا په برخه کې د تحصيلي نصاب د ریاست د کارونو او فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۹:۱۹
Background image

د هرات پوهنتون د تدریسي او اداري ودانیو د بیارغونې او ترمیم پروژه د یاد پوهنتون رئیس له خوا پرانیستل شوه.


د پروژې د پرانيستې په مراسمو کې د هرات پوهنتون رئيس شيخ الحديث مفتي عبدالغفار په داسې حال کې چې د دغه پوهنتون نورو مسؤلينو هم شتون درلود، د هرات پوهنتون د بيارغونې او پراختيا د. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۸:۱۰
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون کې څلور رغنیزې پروژې له بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارلې

.
په یادو رغنیزو پروژو کې د تدریسي روغتون د جراحي څانګې د بېلابېلو برخو رغونه، د ښځینه پایوازانو لپاره انتظارخانه، وړکتون او تفریحي پارک شامل دي، چې د دریو میاشتو په موده کې تکمیل شوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۴:۱۱
Background image

په دايکندي لوړو زده کړو موسسه کې درې پرمختيايي پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. 


یادې پروژې چې د لوړو زده‌کړو وزارت له بودیجې تمويلېږي، د موټرو تم ځای، د کور جنراتور او د څاڅکو اوبو لګولو سیستم شامل دي، چې د دې ادارې د مشرتابه پلاوي په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۱۱:۱
Background image

د افغان نړيوال اسلامي او البيروني پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو. 


د یادې هوکړې موخه د دواړو پوهنتونونو تر منځ په علمي او کلتوري چارو کې له یو او بل سره خپلې تجربې شریکول او همکاري کول دي، چې پر اساس به یې دواړه پوهنتونونه د یو بل له علمي ظرفیتونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۴:۱۱
Background image

د خصوصي تحصیلي بنسټونو د ستونزو د حل په موخه د لوړو زده کړو وزارت او خصوصي تحصیلي بنسټونو د ګډ کمیسیون ناسته ترسره شوه.


یاده ناسته د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئيس استاد شاکر وحيدي په مشرۍ د خصوصي تحصيلي بنسټونو د ستونزو د حل په موخه ترسره شوه، چې د لوړو زده کړو وزارت يو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۲ - ۴:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې په علمي شورا کې د ګډون تر څنګ، د دغه تحصیلي بنسټ له بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه. 


د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب لوګر ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې په علمي شورا کې د دغې مؤسسې د مسؤلینو او استادانو. . .

Pagination