LatestShow all
د امارتي تحصیلي بنسټونو د څېړنو او علمي مرستیالانو لپاره د کاري فعالیتونو د ښه والي او همغږۍ په موخه دری ورځنی ورکشاپ دایر شو.
په یاد ورکشاپ کې، چې د لوړو زده کړو وزارت د تحقیق، تألیف او ژباړې ریاست په نوښت جوړ شوی، د یادو مرستیالانو تر منځ د دندو لایحو پر تفکیک، په تحصیلي بنسټونو کې د لابراتوارونو او کتابتونو. . .
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معینیت شورا ناسته وکړه
په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب اړوندو رئیسانو ته وویل، چې په راتلونکو پلانونو کې خلکو ته د زیاتو خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره. . .
لوړو زده کړو وزارت د هېواد ۵۱ زره علماء کرامو څخه د عالمیې مرحلې (ماسټري) اسنادو د ارزونې په موخه په اوو زونونو کې ازموینه واخیسته.
د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم له یادې ازموینې څخه د څارنې په موخه کندهار ولایت ته سفر کړی او په یاد ولایت کې یې د هېواد ټولو زونونو ازموینه په رسمي ډول پرانیسته. . . .
د لوړو زده کړو وزیر د کابل جامعة الایمان مدرسې د احادیثو لویې دورې فاضلانو په فراغتغونډه کې ګډون وکړ.
د کابل جامعة الایمان مدرسې د احادیثو لویې دورې ۹۲ فاضلانو په فراغتغونډه کې د ا.ا.ا مشرانو مسؤلینو، شیوخو کرامو او د فاضلانو د کورنیو غړو ګډون کړی وو.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال. . .
د تحصیلي بنسټونو د ښکلو هنرونو، ارواه پوهنې، اختصاصي او مسلکي زده کړو پوهنځيو اړوند څانګو د تحصیلي نصاب بیاکتنې او پراختیا درېیم پړاو کلسټر پیل شو.
د یاد کلسټر د پرانیستې په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د هېواد پر تحصیلي نظام د ښوونې او روزنې څانګې اغېز او په ټولنه کې د علم په اړه د شته فکر پر. . .
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین او مل پلاوي د هرات ولایت له جامي خصوصي پوهنتون څخه لیدنه وکړه او د دغه پوهنتون بېلابېلې برخې یې وارزولې.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه او مل پلاوي هرات ولایت ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې د یاد پوهنتون د بېلابېلو برخو نظارت او ارزونه وکړه.
په دې لیدنه کې علمي معین. . .
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د هرات پوهنتون د سړکونو چوک جوړونې پروژه پرانیسته.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه هرات ولایت ته په خپل رسمي سفر کې، په داسې حال کې چې د هرات پوهنتون سرپرست رئيس او مشرتابه پلاوي هم حضور درلود، د هرات پوهنتون. . .
د کابل پولیتخنیک پوهنتون او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اداري کارکوونکو لپاره شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ چې د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچينو ریاست له خوا جوړ شوی و، په بریالیتوب سره پای ته ورسید.
په دغه روزنیز ورکشاپ کې چې د یادو پوهنتونونو ۵۲ تنو کارکوونکو ګډون کړی وو، د پلان جوړونې او د اداري چارو د پرمختګ په برخه کې د کمپیوټري مهارتونو د زده کړې په اړه زده کړه ورکړل شوه.
د. . .
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین هرات ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د هرات پوهنتون له مشرتابه سره وکتل.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه او ورسره مل پلاوي هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پوهنتون په دفتر کې د هرات پوهنتون له مشرتابه سره وکتل.
په دې کتنه کې د. . .
Pagination
Latest announcements
په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې "په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا ملي کنفرانس" پیل شو.
په دغه کنفرانس کې به د شاوخوا 40 داخلي او بهرنیو استادانو او څېړونکو له لوري څېړنیزې مقالې په دوو ورځو کې وړاندې شي.
د خزاني سمستر د ازموینو د پیل خبرتیا
د هوا د یخنۍ شدت له کبله، د هېواد سړو سیمو ولایتونو امارتي تحصیلي نهادونو د روان سمسټر ازموینې، د پنځلسو درسي اونیو له تکمیل وروسته د قوس په ۱۵مه نېټه پیلیږي.
دغه ازموینې به څلور اونۍ . . .