All News

پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۷ - ۹:۱۱
Background image

د هېواد د تحصیلي بنسټونو د جیولوجي او کانونو، ځمک پوهنې او چاپېریال ساتنې پوهنځيو د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا لومړی پړاو کلسټر پای ته ورسېد.

د یاد کلسټر په پایناسته کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب وویل چې پر تحصیلي نصاب کار کول، جاریه صدقه ده او تر څو چې له جوړ شوي نصاب څخه ګټه اخیستل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۶ - ۱۳:۳۳
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ننګرهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د ختیځ زون د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو له مسؤلینو او استادانو سره ناسته وکړه. 

په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د ختیځ زون له استادانو وغوښتل چې د غربیانو د فکري او تبلیغاتي جګړې پر وړاندې مبارزه وکړي او د خپل نظام. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۶ - ۱۳:۱۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ننګرهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د ختیځ زون د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو له محصلینو سره ناسته وکړه. 

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د یاد زون له محصلینو سره په ناسته کې هغوی یووالي ته راووبلل او ترې ویې غوښتل چې د خپل مسلک او پوهې له لارې خپل هېواد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۶ - ۶:۱۰
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معینیت د انسجام ناسته د دغه وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ تر سره شوه.

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري  معین وویل، چې په اسلامي نظام کې کار کول او خدمت عبادت دی. نوموړي په کارونو کې پر اخلاص او روڼتیا د ټینګار تر څنګ، ټولو رئیس صاحبانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۱۰:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او ارزونې ریاست د رئیس په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي د شیخ زاید پوهنتون څخه څارنه او لیدنه وکړه.

د څارنې او ارزونې رئیس انجینر سید اسماعیل روحاني په مشرۍ د دعوت او ارشاد ریاست او تضمین کیفیت او اعتبارو ورکونې ریاست  ګډ پلاوي پرون ورځ د یاد پوهنتون علمي، تدریسي، اداري او مالي چارې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۱۰:۴۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هېواد تحصیلي بنسټونو د جیولوجي او معدن، ځمک پېژندنې او چاپېریال ساتنې پوهنځيو د تحصیلي نصاب د بیاکتنې او پراختیا لومړي دور کلسټر د کار له جریان څخه لیدنه وکړه.

په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کلسټر پر کمېټو وګرځېد او له هغوی څخه یې د شوي کار، ستونزو او د نصاب بیاکتنې او پراختیا د موخو په اړه معلومات. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۴ - ۱۳:۵۷
Background image

د کابل طبي پوهنتون اړوند د کابل مرکزي تدریسي روغتونونو ډاکټرانو ته د (جدي څارنې او بېړنیو پېښو) په اړه ۲۱ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېده.

 

د کابل مرکزي تدریسي روغتونونو 61 ډاکټرانو ته د (Emergency/ بېړنیو پېښو او همدارنګه د ICU / جدي څارنې) په اړه ورکشاپ پیل شوی و، چې تدریسي چارې یې د علي اباد تدریسي روغتون د انستيزي. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۴ - ۱۳:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د امام ابو حنیفه (رح) له ملي او نړيوال نندارتون څخه لیدنه وکړه.

 د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یاد نندارتون له صنعت کارانو سره وکتل او د هغوی د محصولاتو په اړه یې خبرې ورسره وکړې.

 دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یاد نندارتون له مسؤلینو او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۴ - ۹:۴۰
Background image

د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو (۳۰ ) تنه استادان په پاکستان کې د ۱۵ ورځني علمي ورکشاپ کې له ګډون کولو وروسته هېواد ته راستانه شول

په همدې تړاو هغه غونډه، چې په لوړو زده کړو وزارت کې جوړه شوې وه د لوړو زده کړو وزارت د بورسونو د تنظيم او بهرنیو اړيکو  رئيس نظر محمد عرفان د علمي سفر څخه راستانه شویو استادانو ته ښه. . .

Pagination

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۶:۴۷
Background image

په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې "په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا ملي کنفرانس" پیل شو.


په دغه کنفرانس کې به د شاوخوا 40 داخلي او بهرنیو استادانو او څېړونکو له لوري څېړنیزې مقالې په دوو ورځو کې وړاندې شي.

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۵:۲۵
Background image

د خزاني سمستر د ازموینو د پیل خبرتیا

د هوا د یخنۍ شدت له کبله، د هېواد سړو سیمو ولایتونو امارتي تحصیلي نهادونو د روان سمسټر ازموینې، د پنځلسو درسي اونیو له تکمیل وروسته د قوس په ۱۵مه نېټه پیلیږي. 

دغه ازموینې به څلور اونۍ . . .

Back to announcements