All News

شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۳ - ۶:۱۵
Background image

د لوړو زده کړو وزارت پلاوي لغمان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د لغمان پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

ياد پلاوي د لوړو زده کړو وزارت د اداري او زيربنا رئيس قاضي عبدالعزيز عزيز په مشرۍ، چې د اداري او زيربنا رياست تخنيکي ټيم هم په کې شامل و، د لغمان پوهنتون له مسؤلینو سره وکتل او د دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۱ - ۶:۱۷
Background image

د هرات پوهنتون د درې ورځني علمي - دیني سمینار لومړۍ ورځ د امارتي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسو استادانو لپاره تر سره شوه.

د غونډې په پيل کې د لوړو زده کړو مالي او اداري معین الحاج حافظ محمد حامد حسیب د علم د زده کړې او ارزښت په اړه معلومات وړاندي کړل او زیاته یي کړه چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۹ - ۱۰:۴۲
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له افغان نړیوال پوهنتون څخه د لیدنې پر مهال، د دغه پوهنتون مسؤلینو ته د کارونو د چټکتیا او د پوهنتون د رسمي پیل په برخه کې لازمې سپارښتنې وکړې.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د افغان نړیوال پوهنتون له مشرتابه پلاوي سره په ناسته کې د هغوی د فعالیتونو، پروګرامونو، کاري پلانونو، غوښتنو او ستونزو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۹ - ۹:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د معینیت شورا ناسته د دغه وزارت د محصلانو چارو د معین مفتي محمد طاهر احمد په مشرۍ ترسره شوه.


په یاده ناسته کې له اجنډا سره سم د شورا غړو د خصوصي او دولتي تحصیلي بنسټونو د محصلینو د تبدلیو، د محصلینو د فراغت، له هېواده بهر د محصلینو پر ستونزو بحثونه او لازمې پرېکړې وکړې.

همدار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۹ - ۴:۱۸
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د مرکزي خصوصي تحصیلي بنسټونو د استادانو لپاره دیني ـ علمي سمینار د علمي موضوعاتو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد.

د یاد سمینار په درېیمه ورځ هم د علماء کرامو له لوري د مسلمانانو د امیر حقوق او وجایب، د جهاد حقیقت او اهمیت او د اسلامي امارت پالیسي موضوعات وړاندې شول او د استادانو او علماء کرامو تر. . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۸ - ۱۳:۴۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت او د خصوصي تحصیلي بنسټونو د ګډ کمېسیون نوبتي ناسته د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکوونې رئیس په مشرۍ ترسره شوه.

په یاده ناسته کې د اجنډا له مخې د خصوصي تحصیلي بنسټونو د فوق لېسانس برنامو د ښه والي او معیاري کولو په اړه عمومي وړاندیزونه بحث او نظرونه تبادله شول.

د ناستې په پیل کې د کمېټې غړو خپلې. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۷ - ۱۰:۷
Background image

د هېواد د تحصیلي بنسټونو د ژبو او ادبیاتو، ژورنالېزم او ټولنیزو علومو پوهنځیو د تحصیلي نصاب د بیا کتنې او پراختیا دویم پړاو کلسټر پیل شو.

د دغه کلسټر په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب وویل، چې د ا.ا.ا په ټولو برخو کې د ملت او هېواد لپاره غوره خدماتو چمتو کولو ته ژمن دی، ډېر د خوښۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۴ - ۱۱:۱۹
Background image

د بغلان پوهنتون رهبري پلاوي د یاد پوهنتون کار لاندې رغنیزو پروژو له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

 

په دغه څارنه کې د بغلان پوهنتون رئيس پوهنیار ګل الرحمن رحمانی، د دې پوهنتون دروازې ته مخامخ د پُل، اداري تعمير د ترمیم او احاطې دیوال جوړیدو چارې له نږدې ولیدې او د ترسره شوي کار د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۴ - ۴:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست له لوري د دغه وزارت مختلفو ادارو کارکوونکو لپاره د ۱۴۰۲ کال د پلان ترتیب او نوي فارمټ د معرفي کولو او د ۱۴۰۱ کال راپور وړاندې کولو په موخه ورکشاپ ترسره شو.

په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست د ستراتیژیکو پلانونو د توحید او تدوین عمومي مدیر سلیمان حکیمي د یاد ورکشاپ د موخو په اړه خبرې وکړې.

نوموړي زیاته کړه چې د. . .

Pagination

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements