All News
د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په مشرۍ تر سره شوه.
د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت ټولو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې د ګومارنې پر مهال باید تعهد او تخصص ته پام وکړي او په علمي چارو کې په هېڅ وجه غیر مسلکي کسانو. . .
د کابل پوهنتون په نوښت او د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ «د لوړو زده کړو پیاوړتیا» تر عنوان لاندې درې ورځنی ملي کنفرانس، نن د کابل پوهنتون په نوي اېډېټوریم کې پیل شو.
په یاد کنفرانس کې چې د ا.ا.ا یو شمېر لوړ پوړو چارواکو، د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه، د هېواد د امارتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو استادانو او علومو اکاډمي غړو ګډون پکې درلود، د لوړو زده. . .
د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تالیف او ژباړې ریاست څلور کسیز پلاوي، د یو رسمي سفر په ترڅ کې د لوګر لوړو زده کړو موسسې څخه لیدنه وکړه
په دغه لیدنه کې یاد پلاوي د لوګر لوړو زده کړو موسسې د کتابتون، د څېړنې او علمي مجلې آمریت او څېړنیزو لابراتوارونو څخه د ارزونې ترڅنګ، د نوموړي موسسې مسؤلینو سره هم وکتل او د هغوی. . .
د لوړو زده کړو وزارت د مقام لارښوونې پر بنسټ، اداري او زیربنا رئیس په مشرۍ ټاکل شوي هیئت کونړ ولایت ته د خپل کاري سفر په بهیر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون له بیلابیلو برخو څخه لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې اداري او زیربنا رئیس قاضي عبدالعزیزعزیزي د ياد پوهنتون د مسؤلینو سره په ناسته کې د کونړ پوهنتون د رغونې او بیاروغونې پروژو په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې او ترڅنګ یې د دې. . .
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د افغان خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه وکړه.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي د افغان لوړو زده کړو مؤسسې د مشرتابه په ملتیا د دغه تحصیلي بنسټ له درسي چاپېریال، کتابتون او درسي ټولګیو څخه لیدنه وکړه.
همدارنګه د لوړو. . .
د لوړو زده کړو وزارت بشري سرچینو ریاست له لوري د دغه وزارت ۸۶ تنو نویو ګومارل شوو کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پای ته ورسېد او ګډونوالو تصدیق پاڼې تر لاسه کړې.
د تصدیق پاڼو د وېش په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رئیس مفتي عبدالکریم امیري په کاري چارو کې د زده کړو پر ارزښت او د کار کوونکو پر ظرفیت لوړونې خبرې وکړې.
نوموړي د دا. . .
د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهاند دوکتور احمد شاه زغم د مړینې له امله د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خواخوږۍ او ډاډګیرنې پیغام!
په ډېرې ژورې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د کابل پوهنتون د ملي ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې استاد پوهاند دوکتور احمد شاه زغم د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۶۶ کلونو په عمر له دې. . .
د افغان نړیوال پوهنتون او هېواد مختلفو تحصیلي بنسټونو د ۲۹ څانګو د تحصیلي نصاب د بیا کتنې او پراختیا درېیم پړاو کلسټر پیل شو.
د یاد کلسټر په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه وویل: «علم په یوه ځانګړي هېواد او خاوره پورې منحصر نه دی، موږ کولی شو چې د نړۍ پرمختللو هېوادونو له. . .
د لوړو زده کړو وزارت او خصوصي تحصیلي بنسټونو د ګډ کمیسیون نوبتي ناسته د دغه وزارت د تضمین کیفیت او عتبار ورکونې رئیس په مشرۍ ترسره شوه
په دغه کمیسیون کې د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسان او د خصوصي تحصیلي بنسټونو اتحادیه غړیتوب لري، چې په خصوصي تحصیلي بنسټونو کې د ستونزو د حل او کارونو د غوره والي په. . .