All News
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین د دې وزارت د مرکزي ادارو د کارکوونکو د حالت له پوښتنې او څارنې تر څنګ، هغوی خپلو مسؤلیتونو ته متوجې کړل.
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین مفتي محمد طاهر احمد، په داسې حال کې چې ځينو رئیسانو یې هم ملتیا کوله، د دې وزارت د مرکزي ادارو د کار کوونکو د روغتیا د پوښتنې تر څنګ، د هغوی له. . .
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین او ورسره مل پلاوي نیمروز ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د نیمروز لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د نیمروز لوړو زده کړو مؤسسې له درسي صنفونو، لابراتوار، کتابتون، اداري خونو او نورو برخو څخه لیدنه وکړه او د یادې مؤسسې. . .
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین او د دغه وزارت سرپرست دوکتور لطف الله خیرخواه له لوري انجنیر روح الله روحاني د لوړو زده کړو وزارت د دفتر رئیس په توګه، د دغه ریاست کارکوونکو ته وروپېژندل شو.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د دې وزارت د دفتر رئیس د معرفي کولو پر مهال دنده ستر مسؤلیت وبله او نوي د دفتر رئیس ته یې په چارو کې د الله تعالی له دربار څخه د. . .
د لوړو زده کړو وزارت کارمندانو ته د انګلیسي ژبې درې میاشتنی او د مدیریت ۱۵ ورځنی روزنیز ورکشاپونه، چې د یاد وزارت د بشري سرچینو ریاست له خوا په لاره اچول شوی و، ګډونوالو ته یې د تصدیقونو په ورکړې سره پای ته ورسېدل.
د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست د دغه وزارت د بېلابېلو څانګو کارکوونکو لپاره د کاري ظرفیت لوړولو په موخه د ورکشاپونو او روزنیزو پروګرامونو پر دوام د وزارت د مرکزي ادارو. . .
د لوړو زده کړو وزارت د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه او ابراهیم النخعي رحمة الله جامعو ۱۵۰ تنه فاضلان د عربي ژبې له کورس څخه فارغ او تصدیق پاڼې ورکړل شوې.
په یاده فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین مفتي محمد طاهر احمد، د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې مشرتابه او استادانو او همدارنګه. . .
د لوړو زده کړو وزارت د پلاوي په همکارۍ افغانستان خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې خپلې تدریسي چارې بېرته پیل کړې.
د افغانستان خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې څه موده وړاندې په خپل سر او غیر اصولي ډول فعالیت درولی و او خپل محصلین یې بې سرنویشته پرېښي وو، چې د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه د حکم پر اساس د. . .
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په خپل کاري دفتر کې د عامې روغتیا له سرپرست وزیر سره وکتل.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د عامې روغتیا سرپرست وزیر او ورسره تخنیکي ټیم ته د ښه راغلاست تر څنګ، د دواړو وزارتونو تر منځ پر ګډ کار او همکاریو ټینګار وکړ او د عامې روغتیا له سرپرست وزیر. . .
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي بنسټونو د عالي کمیسیون نوبتي غونډه وشوه.
په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي، مالي او اداري او د محصلانو چارو معین صاحبانو، د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د مرکزي دولتي پوهنتونونو رئیسانو او د خصوصي تحصیلي بنسټونو د. . .
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون د لیليې مسجد په تروایحو لمونځ کې د قران عظیم الشان په ختم کې ګډون او وینا وکړه.
د کابل پوهنتون په لیلیې مسجد کې، چې د قرآن عظیم الشان ختم پیل شوی و، نن شپه پای ته ورسېد.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداءمحمد ندیم صاحب ټولو ګډونوالو ته د یاد ختم. . .
Pagination
Latest announcements
خبرتیا!
د دیني مدارسو هغو علماء کرامو ته چې د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست کې یې د عالمیې لېسانس متفرقه ازموینه ورکړې ده او نومونه یې په ذکر شویو لېستونو کې شامل دي، خبر ورکول کېږي، چې د دوی . . .
د غور ولایت علماء کرامو د لېسانس او ماسټري اسنادو توزیع په اړه د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست خبرتیا!
د جدولونو د لیست لپاره لاندې لینکونه وګورئ: