All News
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د اسټرالیا سیډني پوهنتون ماسټرۍ برنامې لپاره بریالی شوی افغان محصل د ستاینلیک په ورکولو سره وستایه.
افغان محصل زاهدالله روهي، چې د اسټرالیا سیډني پوهنتون ماسټرۍ برنامې په انلاین ازموینه کې د (۹۸.۷) نمبرو په ترلاسه کولو سره د (۲۰) هېوادونو په قطار کې په لومړۍ درجه بریالی شوی دی، د. . .
د لوړو زده کړو وزارت بشري سرچینو ریاست له لوري د «اداري پروسیجرونو، د اداري مراسلاتو او اداري اسنادو مدیریت روزنې) تر عنوان لاندې ۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ، چې د دغه وزارت مرکزي ادارو او پوهنتونونو د نویو شاملو شویو کارکوونکو لپاره جوړ شوی و، په بریالۍ توګه پ
په دغه ورکشاپ کې د وزارت مرکز او دویمي مرکزي واحدونو د ملکي خدمتونو مختلفو برخو ۸۷ تنو کارکوونکو ګډون کړی و، چې د اداري اسنادو فاینلینګ، د اسنادو ارشیف، د ادارې له ذخیرې او ارشیف څخه. . .
د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د سينې، زړه او رګونو ناروغيو په انسټېټیوټ کې په لومړي ځل د زړه پرانیستي عمليات په بریالیتوب سره ترسره او د زړه پرانیستي جراحي عملياتو لړۍ رسماً پيل شوه.
د کابل طبي علومو پوهنتون د ناستو په تالار کې په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت او کابل طبي پوهنتون مشرتابه، استادانو او د بېلابېلو ادارو مسؤلینو ګډون کړی و.
په دغو. . .
د کابل طبي علومو پوهنتون صدري او قلبي وعایي تدریسي روغتون ډاکټرانو په لومړي ځل د زړه په سوري اخته ناروغ د زړه پرانیستي عملیات په بریالي ډول ترسره کړل.
د زړه په سوري اخته ناروغۍ اخته منصور خان له ګڼو ستونزو او کمزوري اقتصادي حالت وروسته د درملنې په موخه له ننګرهار ولایت څخه صدري او قلبي وعایي روغتون ته د درملنې په موخه راغلی و، چې د. . .
د فراه لوړو زده کړو مؤسسې غوره څېړونکي او ممتاز محصلین د یوې ناستې په ترڅ کې وستایل.
د فراه لوړو زده کړو مؤسسې د څېړنې او علمي مجلې او د فرهنګي او نشراتي کمېټې په هڅو او نوښت جوړه شوې ناسته کې د دې مؤسسې د ممتازو او غوره څېړونکو محصلینو کارونه او څېړنې وستایل شوې.
په. . .
د روان کال د کانکور آزموینې د ښه ترسراوي او د هغې د شفافیت د تامین په موخه غونډه د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست په مشرۍ جوړه شوه.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني په داسې حال کې، چې د دغه وزارت د مرکزي ادارو یو شمېر مسؤلینو هم حضور درلود، د هېواد د لوړو زده کړو مؤسسو له مسؤلینو او استازو سره. . .
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر هغه تحصیلي بنسټونه وستایل چې له تحول وروسته یې ستراتيژیک پلانونه تائید شوي دي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د لغمان، وردګ او پکتیکا دولتي او د اراکوزیا، تاج او طلوع سعادت خصوصي تحصیلي بنسټونو د ستاینې په ناستې کې وویل، چې له ستراتیژیک. . .
د کابل پوهنتون ځمک پېژندنې پوهنځی استاد پوهاند دیپلوم انجنیر سید بهادر اکبر میر د مړینې له امله د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د تسلیت پیغام!
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د کابل پوهنتون ځمک پېژندنې پوهنځی استاد پوهاند دیپلوم انجنیر سید بهادر اکبر میر له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.
إِنَّا لِلَّهِ. . .
په پام کې ده چې د ا.ا.ا د مشرتابه مقام په سپارښتنه په علي اباد تدریسي روغتون کې د سرطان د تشخیص او درملنې مرکز د نیمه کاره پروژې کار بېرته پیل شي.
په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې، چې د لوړو زده کړو وزارت د اداري او زېربنا رئیس قاضي عبدالعزیز عزیزي په مشرۍ او د کابل طبي پوهنتون او تړون کوونکي شرکت د مسؤلانو په ګډون کې ترسره شوه او. . .
Pagination
Latest announcements
په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې "په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا ملي کنفرانس" پیل شو.
په دغه کنفرانس کې به د شاوخوا 40 داخلي او بهرنیو استادانو او څېړونکو له لوري څېړنیزې مقالې په دوو ورځو کې وړاندې شي.
د خزاني سمستر د ازموینو د پیل خبرتیا
د هوا د یخنۍ شدت له کبله، د هېواد سړو سیمو ولایتونو امارتي تحصیلي نهادونو د روان سمسټر ازموینې، د پنځلسو درسي اونیو له تکمیل وروسته د قوس په ۱۵مه نېټه پیلیږي.
دغه ازموینې به څلور اونۍ . . .