All News
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني په خپل کاري دفتر کې د جنوبي افریقا د علماوو ټولنې د بهرنیو اړیکو له مسئول سره وکتل.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر افغانستان ته د نوموړي په راتګ خوښي وښوده او د دغه وزارت د تیر یوه کال لاسته راوړنو په اړه یې هر اړخیز معلومات ورکړل.
سرپرست وزیر زیاته کړه ا.ا.ا له راتګ. . .
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین جنوبي زون ته د یوه کاري سفر په ترڅ کې د کندهار او هلمند پوهنتونونو څخه لیدنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د کندهار پوهنتون له مشرتابه او استادانو سره د ناستې پر مهال د یاد پوهنتون د غصب شوې ځمکې په اړه هر اړخیزونه بحثونه وکړل. . .
د لوړو زده کړو وزارت د علمي معینیت شورا ناسته د دغه وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ ترسره شوه.
ه یاده ناسته کې له اجنډا سره سم د بورسونو له لارې بهر ته د لېږل شویو استادانو پر ستونزو، د خصوصي تحصیلي بنسټونو پر څانګو او د خصوصي تحصیلي بنسټونو پر معیاري کولو بحث وشو.
همدارنګه د. . .
د لوړو زده کړو وزارت د تفتیش پلاوي د پیام نور او غرجستان پوهنتونونه بررسي کړل.
دغه پلاوى د مولوي عبدالولي عابد په مشرۍ، چې د داخلي تفتيش رياست د درغليو او د خاصو مسايلو د څارنې مسؤل دى، استول شوى دى، لومړی یې د غرجستان پوهنتون له مسؤلینو سره وکتل او له هغه وروسته. . .
د لوړو زده کړو وزارت تر چتر لاندې ادارو له ټولو کار کوونکو او مسؤلینو څخه د دغه وزارت سرپرست وزیر د مننې پیغام!
څو ورځې وړاندې ملت ته د حکومت حساب ورکونې په پروګرام کې د دولتي ادارو او رسنیو د تقدیر په مراسمو کې، چې د ا.ا.ا لوړ پوړو مسؤلینو، بهرینو سفیرانو او ډیپلوماتانو هم حضور درلود، په یاده. . .
د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو رئیس په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي لوګر ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني په مشرۍ د دغه وزارت یوه پلاوي د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې اداري، تدریسي او د محصلانو چارې له نیږدې وکتلې او ارزونه وکړه. . .
د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو رئیس په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي پکتیا ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د پکتیا پوهنتون او زم زم خصوصي مؤسسې څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو چارو رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني په مشرۍ د دغه وزارت یوه پلاوي د پکتیا پوهنتون علمي، اداري، تدریسي او د محصلانو چارو څارنه او ارزونه وکړه.
یاد. . .
د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او اروزنې ریاست پلاوي د یوه کاري سفر په ترڅ کې د جنوب ختیځ زون د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو ارزونه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت د څارنې او اروزنې ریاست د پلان تطبیق او عملکرد امر قاضي عبدالباري غفاري په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو. . .
د اداره امور پلاوي د لوړو زده کړو وزارت د فعالیتونو او مصوبو د څارنې او ارزونې تر څنګ د دغه وزارت فعالیتونه وستایل.
د لوړو زده کړو وزرات سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني، د راغلي پلاوي په راتګ خوښي وښوده او د یاد وزارت د تېرو مصوبو د تطبیق په برخو کې یې معلومات ورکړل.
بل لور ته د راغلي پلاوي. . .
Pagination
Latest announcements
په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې "په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا ملي کنفرانس" پیل شو.
په دغه کنفرانس کې به د شاوخوا 40 داخلي او بهرنیو استادانو او څېړونکو له لوري څېړنیزې مقالې په دوو ورځو کې وړاندې شي.
د خزاني سمستر د ازموینو د پیل خبرتیا
د هوا د یخنۍ شدت له کبله، د هېواد سړو سیمو ولایتونو امارتي تحصیلي نهادونو د روان سمسټر ازموینې، د پنځلسو درسي اونیو له تکمیل وروسته د قوس په ۱۵مه نېټه پیلیږي.
دغه ازموینې به څلور اونۍ . . .