LatestShow all
د طبي لوړو زده کړو د کیفیت لوړولو او په کادري روغتونونو کې د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه غونډه وشوه
د طبي لوړو زده کړو کیفیت لوړولو او په کادري روغتونونو کې د ښو خدمتونو وړاندې کولو په پار د لوړو زده کړو وزارت علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په مشرۍ ناسته وشوه، چې د افغانستان طبي. . .
د افغانستان امریکایي پوهنتون له مسوولانو سره د لوړو زده کړو وزیر ویډیو کنفرانس
د لوړو زده کړو وزیر د ویډیو کنفرانس له لارې د افغانستان امریکايي پوهنتون له مسؤلینو سره د قرنطین په ورځو کې د تدریس او الکټرونیکي زده کړې د پروسې د ښه والي او نورو اکاډمیکو مسایلو په. . .
د "اداري فعالیتونو ډیجيټل کول او د انټرنټ او ټولنیزو شبکو د مدیریت څرنګوالی" روزنیز ورکشاپ جوړ شو
د بدخشان پوهنتون کارکوونکو لپاره "د اداري فعالیتونو ډیجیټل کول او د انټرنیټ او ټولنیزو شبکو مدیریت څرنګوالي" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو.
د بدخشان پوهنتون عمومي رئیس. . .
د لوړو زده کړو وزیر د غزني تخنیکي پوهنتون مخکنی رییس وستایه
د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر د غزني تخنیکي پوهنتون مخکېني رئیس پوهنیار ذبیح الله دانش ته د ستاینلیک په ورکولو سره په پوهنتون کې د دندې پر مهال یې لاسته راوړنې وستایلې.
پوهنیار. . .
د لوړو زده کړو وزارت د زدکړیالانو د چارو معینیت شورا غونډه جوړه شوه
په دې غونډه کې د دولتي زدکړیالانو چارو، د خصوصي زدکړیالانو چارو، د بهرنیو سندونو د ارزونې رئیسانو او د زدکړیالانو د خدمتونو د انسجام آمر شتون درلود.
د غونډې په لړ کې د راپور وړاندې. . .
د ابوعلي ابن سینا کابل طبي علومو پوهنتون د اکسیجن د تولید د دستګاه په جوړولو سره اړمنو ناروغانو لپاره د هیلو سرچینه وګرځېده
د ابوعلي ابن سینا کابل طبي علومو پوهنتون کمیونیټي کالج آمریت او د ټکنالوژۍ او طبي وسایلو د بیاجوړولو تخنیکي ټیم وتوانېد چې د اکسیجن د تولید دستګاه جوړه کړي او حاضر دي چې دغه دستګاه د. . .
په کندهار پوهنتون کې د HEMIS سيسټم په اړه دوه ورځنی ورکشاپ جوړ شو
دا ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت د راغلي تخنیکي ترینرانو پلاوي له خوا د کندهار، زابل، اروزګان، هلمند، غزني، پکتيا، خوست او د کرنیزو علومو او ټکنالوژي ملي پوهنتون د اداري کارکوونکو لپاره د. . .
سید جمال الدین افغاني پوهنتون د سولې مرکز له لوري د دې پوهنتون استادانو ته د ګډ زده کړو مېتودولوژي پنځه ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو
د پوهنتون رییس پوهنوال دوکتور محمد ګلاب عمري د ورکشاپ ګډونوالو ته د ګډو زده کړو مېتودولوژۍ پر اهميت خبرې وکړې او ياد ورکشاپ یې د استادانو په ظرفیت لوړونه کې اغیزناک وباله. نوموړي له. . .
د ترکيې هېواد د تيکا ادارې مشرتابه پلاوي د کندهار پوهنتون له مشرتابه سره وليدل
د ليدنې په پيل کې د کندهار پوهنتون علمي مرستيال پوهنمل شېرشاه رشاد د ترکیې هېواد د تیکا ادارې رییس زهتو چل او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د کندهار پوهنتون د فعاليتونو، لاسته. . .
Pagination
Latest announcements
په افغان نړیوال اسلامي پوهنتون کې "په اکاډمیکو بنسټونو کې د څېړنې پیاوړتیا ملي کنفرانس" پیل شو.
په دغه کنفرانس کې به د شاوخوا 40 داخلي او بهرنیو استادانو او څېړونکو له لوري څېړنیزې مقالې په دوو ورځو کې وړاندې شي.
د خزاني سمستر د ازموینو د پیل خبرتیا
د هوا د یخنۍ شدت له کبله، د هېواد سړو سیمو ولایتونو امارتي تحصیلي نهادونو د روان سمسټر ازموینې، د پنځلسو درسي اونیو له تکمیل وروسته د قوس په ۱۵مه نېټه پیلیږي.
دغه ازموینې به څلور اونۍ . . .